Book Name:Lambi Zindagi kay Fazail

پۀ دې آيت مبارک کښې ووئيلے شو چې بني اسرائيلو نافرماني وکړه، هٰغه خلق پۀ ګناهونو کښې د حده تير شول، د الله پاک حدونه يـې مات کړل نو حضرت داؤد او حضرت عيسیٰ عَلَیْهِماالسَّلَام  پۀ هغوئي باندې لعنت وفرمائيلو۔ ځکه هٰغه خلق پۀ عذاب کښې راګير شول ۔ ([1]) معلومه شوه چې د الله پاک نافرماني د لعنت راوريدو سبب دے۔

پۀ نافرمانه باندې د الله پاک لعنت

د حضرت وَهب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے، الله پاک د بني اسرائيلو پۀ انبياؤ کښې يو نبي عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي وفرمائيله: چې کله زما تابعداري کيږي نو زۀ راضي کيږم او چې کله زۀ راضي يم نو برکت ورکووم او زما د برکت هيڅ انتها نشته او چې زما نافرماني کيږي نو زۀ غضب کووم او چې کله زۀ غضب کووم نو لعنت کووم او زما لعنت 7 پيړو ته رسيږي۔ ([2])

گر تُو ناراض ہوا میری ہلاکت ہوگی                                              ہائے! میں نارِجَہنَّم میں جلوں گا یارب!

عَفو کر اور سدا کے لئے راضی ہوجا                                             گر کرم کر دے تَو جنّت میں رہوں گا یارب! ([3])

څومره قومونه وو چې تباه کړے شو۔۔۔!!

آه! * څوک چې د الله پاک نافرماني کوي * پۀ ګناهونو باندې کلک ودريږي او د خپلو ګناهونو د ښو ښکاره  د پاره قِسما قِسم بهانې کوي * سُود ته به منافع (Profit) وائي * بے حيايۍ له به د جِدَّت نوم ورکوي * بے پردګۍ له د فيشن (Fashion) نوم ورکوي، داسې نادانه دې، خو لږه اندازه ولګوي چې د چا نافرماني کوي۔۔۔!! نن د ځانه پۀ راجوړو


 

 



[1]... تفسیرِ نعیمی، پارہ:6 ، المائدہ، زیرِ آیت:78 ،جلد:6 ، صفحہ:624 خلاصۃً۔

[2]... اَلزُّهد لامام احمد بن حنبل، زہد نوح عَلَیْہِ السَّلام، صفحہ:81، حدیث:289۔

[3]... وسائلِ بخشش، صفحہ:85 ملتقطاً۔