Book Name:Lambi Zindagi kay Fazail
وکړې او، د الله پاک نافرمانۍ والا کارونه وکړې او) ځان د دوزخ پۀ بدله خرڅ کړې نو پۀ خپل ځان باندې ظُلم کوونکے يـې۔ ([1])
تُو بَہ قِیْمت وَرَائے دَوجہانَے
چِہْ کُنَم قَدْرِ خُوْد نَمِی دَانَے
مفهوم: تۀ د دواړو جهانو نه قيمتي يـې خو څۀ وکړم چې تۀ پۀ خپل قدر نۀ پوهيږې۔
حضرت اِمام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به فرمائيل چې اے اِبنِ آدمه! ستا دې هلاکت وي۔۔۔!! آيا تۀ د الله پاک سره مقابله کول غواړې؟ آؤ! آؤ! چا چې د الله پاک نافرماني وکړه لکه چې هغۀ د الله پاک سره جنګ وکړو۔ ([2])
گناہوں سے مجھ کو بچا یااِلٰہی! بُری عادتیں بھی چُھڑا یااِلٰہی!
خطاؤں کو میری مٹا یااِلٰہی! مجھے نیک خصلت بنا یااِلٰہی!([3])
نافرماني د لعنت راوريدو سبب دے
پۀ 6 سيپاره، سورۀ مَائِدَه، آيت: 78 کښې الله پاک اِرشاد فرمائي:
لُعِنَ الَّذِیْنَ کَفَرُوْا مِنْۢ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ عَلٰی لِسَانِ دَاوٗدَ وَ عِیْسَی ابْنِ مَرْیَمَ ؕ ذٰلِکَ بِمَا عَصَوْا وَّ کَانُوْا یَعْتَدُوْنَ (۷۸)
(پارہ:6، سورۀ المائدہ:78)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بني اسرائيلو نه چې کومو خلقو کُفر وکړو پۀ هغوئي باندې د داؤد او د عيسیٰ ابن مريم پۀ ژبه لعنت وکړے شو۔ دا لعنت پۀ دې وجه وو چې هغوئي نافرماني وکړه او هغوئي به سرکشي کوله۔