Book Name:Lambi Zindagi kay Fazail
مسئله: پۀ مُحَرَّم کښې هم د نبيانو، وليانو او د نورو مسلمانانو د پاره فاتِحه کولے شئ۔
وضاحت: پۀ عوامو کښې دا مشهوره ده چې پۀ مُحَرّم الـحَرام کښې صرف او صرف د کربلا د عظيمو شهيدانو د پاره ايصالِ ثواب او فاتحه وغيره لوستلے شې، د دې نه علاوه د بل چا د پاره فاتحه خواني، قرآن خواني وغيره نشي کيدے۔ دا بالکل غلطه خبره ده او پۀ شريعت باندې دروغ دي۔ اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: پۀ مُحَرَّم وغيره هر وخت، پۀ هره زمانه کښې د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام او د اوليائے عُظّامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم د پاره نياز او د هر مسلمان د پاره فاتحه جائز ده، اګر که خاص د عاشورې پۀ ورځ (يعنې پۀ 10 مُحَرَّم هم) وي۔ څوک چې دې ته غلط وائي هغۀ پۀ شريعت باندې دروغ وائي۔ ([1])
الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ دې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)
يَا حَکَمُ
څوک چې پينځه وخته د هر نـمونځ نه پس 80 کرته يَا حَکَمُ لولي نو د چا محتاجه کيږي به نۀ۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ([2])
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔