Book Name:Lambi Zindagi kay Fazail

کښې ګناه کول ډير سخت جُرم دے او پۀ دې کښې د نيکو ثواب زياتولے کيږي، ځکه اے مسلمانانو! خاص طور پۀ دې 4 مياشتو کښې پۀ ګناه کولو سره پۀ خپل ځان باندې ظُلم مۀ کوئ...!!

ګناه پۀ خپل ځان باندې ظُلم دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د قرآنِ کريم ځانګړے حکمت دے چې پۀ قرآنِ کريم کښې پۀ ډيرو ځايونو کښې ګناه ته ظُلْم عَلَی النَّفْس (يعنې پۀ خپل ځان باندې ظُلم کول) وئيلے شوي دي۔ د دې نه مونږ ته دا سبق ميلاؤيږي چې ګناه کوونکے اګر که بعضې وخت دا ګڼي چې زۀ ډير چالاکه يم * هغۀ خلقو ته پۀ دوکه ورکولو * پۀ ناپ تول کښې پۀ کمي کولو * پۀ دروغو وئيلو يا د دروغو پۀ قَسمونو خوړلو * مال راټولوي او ځان چالاکه ګڼي * د نورو د تنګولو نوم بهادري ږدي خو که پۀ حقيقت کښې وکتلے شي نو هغۀ چا ته هم نقصان نۀ رسوي بلکې هغۀ پۀ خپل ځان باندې هُم پخپله ظُلم کوي چې خپل کمزورے ځان د دوزخ حقدار جوړوي۔

افسوس چې تاسو پۀ خپل قدر نۀ پوهيږئ!

الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

 اِنَّ اللّٰہَ اشْتَرٰی مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ اَنْفُسَہُمْ وَ اَمْوَالَہُمْ بِاَنَّ لَہُمُ الْجَنَّۃَ ؕ

(پارہ11، سورۀ التوبة:111)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه الله د مسلمانانو نه د هغوئي ځانونه او د هغوئي مالونه پۀ دې بدله کښې پۀ بيعه واخستل چې د هغوئي د پاره جنَّت دے۔

مشهور صُوفي بزرګ مولانا رُوم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت پۀ وضاحت کښې فرمائي: وګورئ چې الله پاک تاسو، ستاسو وخت، ستاسو ځان، ستاسو مال او کاروبار پۀ بيعه واخستو چې دا څيزونه د هغۀ پۀ لاره کښې (پۀ نيک کارونو کښې) ولګوئ نو ستاسو د پاره هميشه پاتې کيدونکے جنَّت دے، د الله پاک پۀ نزد ستاسو داسې قيمت دے، که (ګناه