Book Name:Lambi Zindagi kay Fazail

البته د دې 10 تاريخ کوم ته چې د يومِ عاشورا  وئيلے شي، د دې ډير برکتونه دي۔ د روايتونو مطابق * حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د عاشورې پۀ ورځ زمکې ته تشريف راوړے وو ([1])      * پۀ دې ورځ باندې د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام کشتۍ پۀ جُودي غر باندې ودريدلې وه  * پۀ دې ورځ باندې حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام دُنيا ته تشريف راوړے وو * پۀ دې ورځ باندې حضرت ادريس عَلَیْهِ السَّلَام اسمان ته خيژولے شوے وو * پۀ دې ورځ باندې د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام مدد شوے وو او فرعون غرق کړے شوے وو * پۀ دې ورځ باندې حضرت يونس عَلَیْهِ السَّلَام ته د مهي د خِيټې نه نجات حاصل شوے وو * حضرت سليمان عَلَیْهِ السَّلَام ته پۀ دې ورځ باندې بادشاهي عطا کړے شوې وه * پۀ دې ورځ باندې حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام د کوهي نه راويستے شوے وو * پۀ دې ورځ باندې حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام دُنيا ته تشريف راوړے وو او پۀ دې ورځ باندې هغوئي ژوندے اسمانونو ته خيژولے شوے وو ([2]) او * پۀ دې ورځ باندې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نيازبين نمسي، د جنَّت د ځونانو  سردار حضرت امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عظيمُ الشانه قرباني ورکړې وه او د دِينِ اِسلام لازواله  خدمت يـېکړے وو يعنې د کربلا واقعه هم پۀ 10 مُحَرّم الـحَرام (يعنې  د عاشورې پۀ ورځ) شوې وه۔

بهر حال! دا ډيره د برکت مياشت ده۔ مونږ له دا مياشت څنګه تيرول دي؟ نوے اِسلامي کال څنګه شروع کول دي؟ پۀ دې باره کښې مونږه پۀ شروع کښې د قرآنِ کريم د يو آيت مبارک د اوريدو سعادت حاصل کړو، راځئ چې د دې وضاحت او د دې نه ميلاؤيدونکي سبقونه واورو:

د آيت مبارک مختصر وضاحت

 علمائے کرام فرمائي: د جهالت پۀ زمانه کښې د عربو د خلقو دستور وو چې هغوئي


 

 



[1]... لطائف المعارف، وظائف شہر  اللہ المحرم، المجلس الثانی فی یوم عاشوراء، صفحہ:78۔

[2]... اسلامی مہینوں کے فضائل، صفحہ:14 ملتقطًا۔