Book Name:Ibadat Ke Faide
پوره کيدو به رکوع کوي۔ نو سورۀ بَقَرَه مکمل شوه خو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا هم رکوع اونه فرمائيله بلکې سورۀ آلِ عِمرَان يـې شروع کړو۔ بيا ما سوچ وکړو چې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د سورۀ آلِ عِمرَان پۀ تلاوت مکمل کولو رکوع فرمائي۔ (خو زما خيال دا ځل هم صحيح نۀ شو) جانِ عالَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سورۀ آلِ عِمرَان مکمل کړو (يعنې پاؤ کم څلور سيپارې تلاوت يـې وکړو) خو رکوع يـې ونکړه بلکې سورۀ نِسَآء يـې شروع کړه۔
حضرت حذيفه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما سوچ وکړو چې کيدے شي حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سورۀ نِسَآء پوره کيدو باندې رکوع وکړي، پۀ دې ځل هم زما خيال صحيح نۀ وو، جانِ کائنات، فخرِ موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سورۀ نِسَآء مکمل کړه، (يعنې پاؤ باندې 5 سپيارې يـې مکمل کړې) بيا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سورۀ مَائِده شروع کړه او د سورۀ مَائِده د تلاوت مکمل کولو نه پس (يعنې تقريباً د پاؤ باندې 6 سيپارو پۀ لوستلو) يـې رکوع وکړه۔ ما واوريدل چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ رکوع کښې سُبْحَانَ رَبِّیَ الْعَظِیْم لوستل، بيا پۀ (دويم رکعت کښې) رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سورۀ اَنعَام شروع کړو۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! تاسو وکتل چې بخښونکي آقا، په الله تعالي باندي د اُمت بخښلو والا آقا، د دواړو جهانو داتا، نُورِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به څومره پۀ کثرت سره او څومره پۀ پابندۍ سره عبادت کولو۔ بيا دلته هم غور وکړئ چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مصروفيات څومره وو؟ * پۀ مونږ باندې عام طور د يو کور ذِمه واري وي، د يو کور د يو څو کسانو پالنه وي خو زمونږه آقا، د دواړو جهانو داتا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټول کائنات نبي دے، د نبوت فرائض يـې هم پوره کول * صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ته به يـې عِلمِ دِين هم ښودلو * د نيکۍ دعوت به يـې هم ورکولو * غم خواري به يـې هم کوله * د مريضانو تپوس به يـې هم کولو * د رسول
[1]... سُبُلُ الْهُدَیٰ، جماع ابواب سیرتہ... الخ، الباب الثالث فی وقت قیامہ...الخ، جلد:8 ، صفحہ:278 ملتقطًا۔