Book Name:Ibadat Ke Faide

فرائض نۀ پوره کوي (نـمونځ نۀ کوي، روژه نۀ نيسي، د مور او پلار خدمت نۀ کوي وغيره)، دا منفي څيزونه دي، د دې نشت والے تقویٰ دہ۔ يو بنده دوکه کوي، دا منفي څيز دے، د دې نشت والے تقویٰ ده۔ يو بنده ظلم کوي، نورو ته بر ناحقه تکليفونه رسوي، دا منفي څيز دے، د دې نشت والے تقویٰ ده، يو بنده پۀ نورو بد ګماني کوي، پشي شا ورپسې خبرې کوي، د نورو عزتونو ته لاس اچوي، دا ټول منفي څيزونه دي، د دې نشت والے تقویٰ ده۔

غرض دا که مونږه پۀ خپل ذات کښې، پۀ خپل کردار کښې، پۀ خپلو اخلاقو کښې، پۀ خپلو رويو کښې، د خپل ژوند پۀ انداز کښې بهتري راوستل غواړو او مثبت څيزونه راوستل غواړو نو د دې طريقه دا ده چې د الله پاک عبادت وکړو! د دې پۀ برکت به مو سوچ مثبت شي، کردار به مو مثبت شي، اخلاق به مو مثبت شي، انداز به مو مثبت شي، زمونږ د ټول ژوند اِصلاح به وشي، چې دا وشي نو د الله پاک پۀ مهربانۍ سره به پۀ نيغه لار باندې هم يو او پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې به کامياب هم شو۔

دا ده د عبادت کولو يوه بنيادي فائده۔۔۔!! الله پاک دې مونږ ټولو ته د اِخلاص سره، پۀ نيک نيتۍ سره پۀ کثرت سره د عبادت کولو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

د آيت مبارک نه حاصليدونکي سبقونه

دلته بعضې خلق پۀ شيطاني وسوسو کښې راځي او پۀ دې وئيلو د عبادت نه د ځان خلاصولو کوشش کوي چې د دوزخ او د جنَّت فيصله خو شوې ده، لهذا اوس د عبادت څۀ فائده ده، که پۀ قِسمت کښې مو جنَّت ليکلے شوے وي نو که نـمونځونه نۀ کوو نو هم به جنَّت ته ځو او که پۀ قِسمت کښې مو دوزخ ليکلے شوے وي نو که هر څومره هم عبادت وکړو نو بيا به هم دوزخ ته ځو۔

مَعَاذَ الله! د الله پاک پناه۔۔۔!! دا ډيرې سختې جُملې دي او د شيطان ډير سخت ګوزار