Book Name:Ibadat Ke Faide
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زما د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔۔۔!!
دلته يو وضاحت کوم چې د جنَّت پۀ طلب کښې عبادت کول دا هم جائز دي، د دوزخ نه د بچ کيدو د پاره عبادت کول، دا هم جائز دي، البته دا د اخلاص لاندينۍ درجه ده۔ د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والدِ محترم مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: د عبادت څلور درجې دي۔ (1): د جَنّت پۀ خواهش کښې عبادت کول (دا هم جائز دي) (2): د عذاب د ويرې نه عبادت کول (دا هم جائز دي) (3): د الله پاک د رضا د پاره عبادت کول (4): د الله پاک د ديدار پۀ شوق کښې عبادت کول، دا (اخرۍ درجه يعنې صرف او صرف د الله پاک د ديدار پۀ شوق کښې عبادت کول) د ټولو نه اعلیٰ او اکمل او د مَحبَّت والؤ عِبَادت دے۔ ([1])
بهر حال! مونږ له هم پکار دي چې د شيطان پۀ وسوسو کښې نۀ راځو، که شيطان پۀ غوږ کښې ووائي چې تقدير ليکلے شوے دے چې څوک به جنَّت ته ځي او څوک به دوزخ ته ځي، دا ټاکلے شوې ده، بيا د عبادت کولو څۀ فائده۔۔۔؟ مونږ به هغه ته څۀ وايو؟ مونږه دعبادت ګزار آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمتيان يو، مونږه د خپل رَبّ بندګان يو، هغه که مونږ له جنَّت راکوي او که دوزخ ته مو غورځوي، دا فيصله د هغۀ ده، مونږه بندګان يو، ځکه به بندګي (يعنې عبادت) کوو۔
د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عبادتونه
د صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے،چي د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به روژې نيولې او دومره پۀ کثرت سره