Book Name:Ibadat Ke Faide

الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې به خلقو فريادونه هم وړاندې کول، د هغوئي فريادونه به يـې هم اوريدل او زمونږه د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو دا شان دے چې ځناورو به هم د هغوئي پۀ حُضُور کښې خپل غمونه بيانول، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ هغوئي باندې هم شفقت او رحمت فرمائيلو۔

داسې سوچ وکړئ چې څومره مصروفيات وو، د دې ټولو مصروفياتو باوجود به خوږ آقا، نُورِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ پابندۍ سره او پۀ کثرت سره د الله پاک عبادت کولو۔

د نيکانو خلقو عبادتونه

دغه شان به بزرګانِ دِين، د الله پاک نيکانو بندګانو هم پۀ کثرت سره عبادت کولو  * خواجه سِرِّي سَقطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 98 کاله پۀ دُنيا کښې تشريف فرما وو، د ځنکدن د وخت نه علاوه چا هغوئي پۀ ملاسته نۀ وو ليدلي، هميشه به يـې عبادت کولو * محمد جريري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تر يو کال پورې پۀ مکه مکرمه کښې وو، نۀ اوده شوےوو، نۀ يـې ملا نيغه کړه، نۀ يـې ښپې وغزولې، د سحر د نـمونځ کولو نه پس به يـې ذِکرُ الله شروع کړو، ماسپښين به شو، د ماسپښين نه پس به بيا د الله پاک پۀ ذِکر کښې مشغول شو، تر دې پورې چې مازديګر به شو، د مازديګر نه تر ماښامه پورې، د ماښام نه تر ماسخوتنه پورې، د ماسخوتن نه بيا تر سحره پورې به ناست وو او ذِکرُ الله به يـې کولو * حضرت ابو بکر عياش رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ 30 زره کرته سورۀ اِخلاص لوستلو، روزانه به يـې 500 رکعته نفلونه کول، پۀ يوه ورځ کښې به يـې د قرآنِ کريم څو څو کرته ختم کولو * اِمامِ اعظم، اِمامِ ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تر څلويښتو کالو پورې د ماسخوتن پۀ اوداسه باندې د سحر نـمونځ ادا کړو، هره شپه به يـې پۀ 2 رکعتونو کښې د قرآنِ کريم ختم کولو۔ ([1])


 

 



[1]... جواہِرُ البیان،  صفحہ:32-33۔