Book Name:Ibadat Ke Faide
کوو۔ حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها وفرمائيل: د الله پاک عبادت فرضِ عين دے، که هغه جنَّت او دوزخ نۀ وو پيدا کړي نو آيا بندګان به د هغۀ د عبادت نه منکر کيدل؟ ([1])
جس کا عمل ہو بےغرض اس کی جزاء کچھ اور ہے
حُور وخیام سے گزر، بادہ وجام سے گزر
وضاحت: يعنې دا ضروري نۀ ده چې د جنَّتي حورو، د هٰغه ځائے د محلونو او د هٰغه ځائے د پاکو شرابو حاصلولو د پاره عبادت کول دي، عبادت خاص د بندګۍ حق دے، د دې څيزونو فِکر پريږده او د الله پاک پۀ محبت کښې مست شه او عبادت وکړه! ځکه چې د چا عمل بے غرضه وي، د هغې بدله ناشنا وي۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
آيا زۀ شُکر ګزار بنده نۀ جوړيږم!
وګورئ چې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ګناهونو نه معصومه دے، د دواړو جهانو مالِک دے، د جنَّت مالِک دے، قاسِمِ جنَّت دے، د الله پاک پۀ عطا سره به د قيامت پۀ ورځ پۀ خپلو غلامانو باندې جنَّت تقسيموي۔ د دې باوجود به نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ کثرت سره عبادت کولو، د شپې به يـې دومره اوږد اوږد قيام کولو چې مبارکې ښپې به يـې وپړڅيدلې، د مسلمانانو خوږه مور جانه حضرت عائِشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو خو هغه يئ چې ستاسو پۀ برکت الله پاک د مخکښينو وروستنو ګناهونه بخښلي دي، د دې باوجود تاسو پۀ دومره کثرت سره عبادت کوئ۔ خوږ نبي، ښۀ نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير ښکلے جواب ورکړو، اوئې فرمائيل: اَفَلَا اَکُوْنُ عَبْدًا شَکُوْرًا آيا زۀ به د الله پاک شُکر ګزار بنده نۀ جوړيږم ۔۔۔؟ ([2])