Book Name:Ibadat Ke Faide
زړۀ کښې د هغه محبت اچولے کيږي * د هغۀ برکت نصيب کيږي تر دې پورې چې خلق د هغه د جامو او کور نه هم برکت حاصلوي او فائده ترينه حاصلوي * عبادت ګزار مُستَجَابُ الدَّعوَات کيږي يعنې د هغۀ دُعا قبليږي * پۀ عبادت سره رُوح ته تازګي او قوت ميلاؤيږي، د طبيبانو پۀ نزد د صحت د پاره د عبادت نه بهتر څۀ څيز نشته، کوم کَس چې عبادت کوي د هغۀ زړۀ خوشحاله او بدن چاق وي * عبادت ګزار به د مرګ د سختې نه محفوظ وي * د هغه به پۀ ايمان باندې ثابت قدمي نصيب کيږي * هغۀ ته پۀ جوارِ رحمت کښې ځائے ميلاؤيږي * فرښتے هغه د قبر د عذاب نه بچ کوي او د نکيرينو د سوالونو جوابونه ورته ښائي * د هغه قبر روښانه او فراخه کولے کيږي * د قيامت پۀ ورځ باندې به هغۀ ته تاج پۀ سر کولے شي * عبادت ګزار به د حشر ميدان ته پۀ اَس باندې سور راځي * د هغۀ سره به حساب نۀ کيږي، که وي نو هم پۀ اسانۍ سره به کيږي * د هغۀ به د حوضِ کوثر نه اوبه څښل نصيب کيږي چې بيا به چرې تږے کيږي نۀ * عبادت ګزار به پۀ پل صراط باندې پۀ اسانۍ سره تيريږي * د الله پاک پۀ رضا باندې به مشرف کيږي * عبادت ګزار به د قيامت پۀ ورځ د الله پاک د عرش د سوري د لاندې ځائے بيامومي * د قيامت پۀ ورځ به د هغۀ د الله پاک ديدار نصيب کيږي او دا نعمت د ټولو نعمتونو نه افضل دے۔ ([1])
مِری زِندگی بس تری بندگی میں ہی اے کاش گزرے سدا یااِلٰہی! ([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
مَدَني قاعِده (Madani Qaida) موبائل ايپلي کيشن
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د قرآنِ کريم فيضان عام کولو د پاره د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن هم جاري کړے دے، د کوم نوم چې مَدَني قاعِده