Book Name:Ibadat Ke Faide

باندې د غټو غټو ايل سي ډيز (L.C.Ds) لګولو او د شپې تر ناوخته پورې د ميچ وغيره کتو او د درز غوبل کولو د پاره راسره هم وخت شته۔ آؤ! که زمونږ سره وخت نشته نو صرف د عبادت د پاره وخت نشته * مونږ ته که وخت نۀ ميلاؤيږي نو د اشراق او څاخت د پاره راته وخت نۀ ميلاؤيږي * که وخت نۀ شته نو د اوابينو د نفلونو د پاره راسره وخت نشته * که وخت نشته نو پۀ نيکو اجتماعاتو کښې د شرکت کولو د پاره راسره وخت نشته  * پۀ مَدَني قافلو کښې د سفر کولو د پاره راسره وخت نشته * د نيکۍ د دعوت ورکولو د پاره راسره وخت نشته * د عِلمِ دِين د زده کولو د پاره راسره وخت نشته * که وخت نشته نو د قبر او د اخرت د تياري د پاره راسره وخت نشته * د دې نه علاوه د دُنيا د کارونو د پاره مونږه وخت اوباسو۔

کاش چې زمونږه د اخرت فِکر نصيب شي، کاش چې مونږه خپل آقا او مولیٰ، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عملي طور خپل آئيډيل ( Ideal) جوړ کړو او د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سيرت مبارک پۀ خپل ژوند کښې پۀ نافذ کولو کښې کامياب شو۔ کاش چې د عبادت توفيق مو نصيب شي۔

عبادت میں گزرے مِری زِندگانی                                                                    کرم ہو کرم یا خدا یااِلٰہی([1])

زمونږ د ژوند مقصد

پۀ 27 سيپاره، سورۀ ذَارِيَات، آيت: 56 کښې الله پاک فرمائي:

وَ مَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِ (۵۶)   

(پارہ:27، سورۀ الذاریات:56)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ما پيريان او انسانان هُم د دې د پاره پيدا کړي دي چې زما عبادت کوي۔

 د دې آيت نه معلومه شوه چې مونږ دې دُنيا ته صرف د الله پاک د عبادت کولو د پاره


 

 



[1]... وسائل بخشش،  صفحہ:105۔