Book Name:Ibadat Ke Faide
د غفلت د خوب نه رابيدار شۀ که رابيداريدل غواړې
حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها د دويمې صدۍ هجرۍ ډيره مشهوره وليه ده، حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها د الله پاک او د هغۀ د خوږ حببيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ډيره محبت لرونکې، د الله پاک د ويرې نه ژړيدونکې، عبادت ګزاره، د شپې عبادت کوونکې زنانه وه، هغې 50 کاله داسې تير کړل چې نۀ يې په بستره ارام وکړو نۀ يـې پۀ تکيه باندې سر کيښودو، د هغې خادمه حضرت عَبدَه بنت شَوَّال رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها فرمائي: حضرت رابعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها به ټوله شپه پۀ عبادت کښې مصروفه وه، د سحر د نـمونځ نه به لږه شان مخکښې پۀ مصله باندې سملاسته، بيا به لږ ساعت پس ويريدله او راپاڅيدله به او ځان ته به يـې وئيل: اے نفسه! تۀ به پۀ دې ناپائيداره دُنيا کښې تر څو پورې اوده يـې؟ دُنيا خو د تنګۍ کور دے، بيا دلته دومره خوب ولې؟ نن څۀ لږه ډيره ويښه پاتې شۀ، نيکۍ وکړه، پۀ قبر کښې پۀ خوږ خوب اوده شۀ، هلته به دې تر قيامته پورې څوک هم نۀ راپاڅوي، عمل دلته وکړۀ، ارام به هلته وکړې۔ بيا به پاڅيدله او پۀ عبادت کښې به مصروفه شوه، حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها ټول عمر هم داسې تير کړو۔ ([1])
جاگنا ہے جاگ لے افلاک کے سائے تلے حشر تک سوتا رہے گا خاک کے سائے تلے
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
دُنيا ته د راتللو مقصد عبادت دے
آه! يو مونږ يو چې د هر يو کار د پاره وخت اوباسو، د پيسو ګټلو د پاره راسره ښه ډير وخت وي * د سيل د پاره که تلل وي نو ښه ډير وخت دے * د موبائل او سوشل ميډيا (Social Media) د پاره هم راسره وخت شته * که څوک مداري راشي نو د هغۀ نه د راتاؤيدو د پاره راسره هم وخت شته * د لوبو د پاره راسره هم وخت شته * پۀ سړکونو