Book Name:Ibadat Ke Faide

دي۔ پۀ دې آيت مبارک باندې غور وکړئ! الله پاک دا نۀ دي فرمائيلي چې جنَّت ته د تللو د پاره عبادت وکړئ! دا يـې نۀ دي فرمائيلي چې د دوزخ نه د بچ کيدو د پاره عبادت وکړئ! بلکې فرمائي:

یٰۤاَیُّہَا النَّاسُ اعْبُدُوْا رَبَّکُمُ الَّذِیْ

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے خلقو! د خپل رَبّ عبادت کوئ۔

معلومه شوه چې مونږ به عبادت کوو، ولې به يې کوو؟ دې د پاره چې مونږه بندګان يو، ځکه چې الله پاک زمونږه رَبّ دے، هغه زمونږه خالق دے، زمونږه مالِک دے، زمونږه رازق دے، هغۀ مونږ له رزق راکوي، زمونږه پالنه کوي، مونږ ته ساه ګانې راعطا کوي، مونږ له ژوند راکوي۔ جنَّت راکول، نۀ راکول دا د رَبِّ کريم خوښه ده، مونږه بندګان يو، ځکه به هم د بندګۍ حق ادا کوو۔

د الله پاک محبوب بندګان

 الله پاک حضرت داؤد عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي وفرمائيله: اِنَّ اَوَدَّ الْاَوْدَاءِ اِلَیَّ مَنْ عَبَدَنِیْ بِغَیْرِ نَوَالٍ لٰکِنْ لَّیُعْطِیَ الرُّبُوْبِیَّۃَ حَقَّہَا يعنې زما ډير خوښ کس هغۀ دے څوک چې بغير د عِوَض نه زما عبادت کوي او د ربوبيت (يعنې زما د رَبّ کيدو) حق ادا کوي۔ پۀ ” زبور شريف“ کښې دي: د هغه نه زيات ظالِم به څوک وي کوم چې د جنَّت يا د دوزخ پۀ وجه زما عبادت کوي، که ما جنَّت او دوزخ نۀ وے پيدا کړے نو آيا زما اطاعت به نۀ کيدو۔۔۔؟؟ ([1])

که الله جنَّت او دوزخ نۀ وے جوړ کړي نو۔۔۔؟؟

يو ځل يو څو بزرګان د حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها پۀ خدمت کښې حاضر وو، هغې پوښتنه وکړه:چي تاسو د الله پاک عبادت ولې کوئ؟ يو جواب ورکړو: مونږ د دوزخ نه ويريږو، د قيامت پۀ ورځ به د دوزخ د پاڅه (يعنې پۀ پلِ صراط باندې) تيريدل وي، د دې نه د بچ کيدو د پاره عبادت کوو، يو بَل کَس ووئيل: مونږ جنَّت ته د تللو د پاره عبادت


 

 



[1]... احياء العلوم، كتاب المحبۃ والشوق...الخ، بيان ان المستحق للمحبۃ...الخ، جلد: 4، صفحہ: 371۔