Book Name:Ibadat Ke Faide
راغلي يو۔ ځکه مونږ له پکار دي چې مونږ عبادت له د هر څيز نه زيات اهميت ورکړو، باقي که څۀ پاتې کيږي نو پاتې دې شي، پۀ عبادت کښې چې هيڅکله هم ناراستي اونه کړو۔ حضرت سفيان بِن عُيَينَه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د حضرت قيس بن مُسلِم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عادت وو چې هغوئي به ټوله شپه نـمونځونه کول، د پيشمني پۀ وخت کښي به کيناستو او د الله پاک پۀ حضور کښې به يـې اوښکې توئيولې او وئيل به يـې: دا هٰغه کار دے د کوم د پاره چې مونږه پيدا کړے شو، خُدائے دې نۀ کړي که زمونږه خاتمه پۀ خير اونه شوه نو مونږ به هلاک شو۔ ([1])
گر تُو ناراض ہوا میری ہلاکت ہوگی ہائے! میں نارِ جہنم میں جلوں گا یاربّ!
عفْو کر اور سدا کے لئے راضی ہوجا گر کرم کر دے تُو جنت میں رہوں گا یاربّ! ([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
پۀ کثرت سره د عبادت کولو فائدې
الله پاک دې مونږ ته هم پۀ کثرت سره د عبادت کولو توفيق راعطا کړي۔ کاش چې پۀ زړۀ کښې مو د الله پاک محبت کور وکړي او مونږه پۀ کثرت سره عبادت کوونکي جوړ شو۔ راځئ چې د عبادت د رغبت زياتولو د پاره پۀ کثرت سره د عبادت کولو دِيني او دُنيائي فائدې واورو:
د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والدِ محترم مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوک چې عبادت کوي: * الله پاک د هغه سره محبت فرمائي * د هغۀ عظمت نصيب کيږي * د هغۀ کارونه صحيح کيږي * پۀ مشکلاتو کښې د هغۀ مدد کيږي * د دښمن د شر نه بچ کولے کيږي * د هغۀ د زړۀ نه ويره لرې کيږي * هغه ته اوچتې حوصلې عطاکولے کيږي * د هغه زړۀ فراخه کولے کيږي، هغه عِلم پۀ اسانۍ سره زده کوي * د مخلوق پۀ