Book Name:Ibadat Ke Faide

(Madani Qaida) دے۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې مکمله مَدَني قاعِده او د دې آډيو (Audio) شامله کړے شوې ده يعنې پۀ دې ايپلي کيشن کښې چې تاسو د مَدَني قاعِدې پۀ کوم حرف يا کوم لفظ باندې کلک (Click) کوئ، پۀ آډيو (Audio) کښې به د هغې تَلَفُّظ چليږي، داسې د دې ايپلي کيشن پۀ مرستې سره پۀ اسانۍ سره مَدَني قاعِده لوستل، د دې مشق (Practice) کول او صحيح مخارج او ضروري تجويد زده کيدے شي۔ دا ايپلي کيشن پۀ خپل سمارټ فون کښې انسټال کړئ، پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                 صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

راځئ چې د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعي مسئله زده کړو:

صحيح څۀ دي؟

(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)

مسئله: که خپله عقيقه مو نۀ وي شوې نو بيا هم د خپلو بچو عقيقه کولے شئ۔

وضاحت: پۀ عوامو کښې دا خبره مشهوره ده چې د چا خپله عقيقه نۀ وي شوې نو هغه د خپلو بچو عقيقه هم نشي کولے۔ دا غلطه خبره ده د دې هيڅ حقيقت نشته۔ د شريعت حکم دا دے چې عقيقه مستحب (يعنې د ثواب کار) دے۔ اولاد د خپل مور او پلار د پاره نعمت وي، عقيقه د دې نعمت شکرانه ده۔ ځکه چې د چا اولاد وي، که کولے يـې شي نو د هغوئي عقيقه دې ضرور وکړي۔ داسې چې کوم لوئي شوي دي او پۀ ماشوم توب کښې د هغوئي عقيقه نۀ وي شوې نو که غواړي نو خپله عقيقه پخپله هم کولے شي۔ ([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                 صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد


 

 



[1]...فتاویٰ اہلسنت غیر مطبوعہ،  فتوی نمبر:Aqs875۔