Book Name:Zikr Hai Oncha Tera
مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سيرت باندې هڅي بے هيڅه اعتراضونه کيږي * د خلقو پۀ ذهنونو کښې زهر اچولے کيږي * د غير مسلمو پوره پوره ادارې جوړې دي د کومو کار چې هم د خلقو بے لارې کول دي، غرض دا چې * د دُنيا لوئي لوئي طاقتونه خپلې پيسې لګوي، طاقت استعمالوي * پۀ مسلمانانو باندې ظلم زور کولے کيږي او دا هر څۀ ولې کيږي؟ * صرف او صرف د خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ذِکر ختمولو د پاره * د اِسلام د ختمولو د پاره۔۔۔!! خو قربان شم! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ذِکر ودرولو د پاره، د اِسلام د ختمولو د پاره چې څومره کوششونه کولے شي، اِسلام هم هٰغه همره زيات خوريږي، د يو رپورټ مطابق پۀ يورپ کښې هر کال اوسطاً يو لاکھ خلق کلمه وائي او د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامي اِختياروي۔
اَللہُ اَکْبَر! د دې يو لاکھ کسانو د مسلمانيدو پۀ مطلب پوهيږۍ؟ هر کال د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ذِکر کوونکو کښې يو لاکھ ژبې زياتيږي، هر کال د خوږ محبوب صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر اوريدونکي 2 لاکهه غوږونه زياتيږي، هر کال د خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ياد کښې درزيدونکي يو لاکھ زړونه زياتيږي۔
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے زما د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک ذِکر۔۔۔!! دا دي زما د خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ځانګړي شانونه۔۔۔!!
وَ لَلْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لَّكَ مِنَ الْاُوْلٰىؕ(۴)
(پارہ:30، سورۀ الضحٰی:4)ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه ستا د پاره هر راروان ساعت د تير نه بهتر دے۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد