Book Name:Zikr Hai Oncha Tera

لکه چې فرمائيلے کيږي: اے خوږه محبوبه صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! که دا کافران ډير کوششونه وکړي خو ستاسو ذِکر به ختم نۀ کړے شي، ستاسو رَبِّ کريم به ورځ پۀ ورځ تاسو ته ترقي عطا کوي۔

مُیَسَّر کسی کو نہیں ایسی رفعت                                                                                             کہ جیسا ہوا پایہ بالا تمہارا([1])

تاسو تاريخ ولولئ! لکه څنګه چې رَبِّ کريم وعده فرمائيلې وه، بالکل هم هٰغه شان وشول، د مکے مکرمې کافرانو ډير کوششونه وکړل، د دِين د تبليغ نه د منع کولو د پاره يـې تر خپل وَسه پورې زور هم ولګولو، چا چې به کلمه وئيله او مسلمانان کيدل به، پۀ هغوئي باندې به يـې زور زياتے او ظلمونه هم کول، هغوئي به يـې د عربو پۀ ګرمۍ کښې، پۀ سرو شوو شګو باندې هم سملولے کيدل، د اوسپنې پۀ ګرمو سيخانو به يـې د هغوئي وجود له داغونه هم ورکول، غرض د ظلم داسې کوم انداز وو کوم چې هغوئي نۀ وو اِختيار کړے، مقصد يـې صرف هم دا وو چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر (مَعَاذَ  الله !) ختم شي، د هغوئي سره محبت کوونکي نۀ زياتيږي، اِسلام پۀ دُنيا کښې هيڅکله خور نۀ شي خو تاريخ ګواه دے چې د مکے مکرمې کافرانو چې د خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ذِکر د ختمولو څومره هم کوششونه کول، دا مبارک ذِکر به هٰغه همره نور هم اوچتيدو، دوئي اِسلام ختمول غوښتل خو د خوږ محبوب صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامان ورځ پۀ ورځ نور هم زياتيږي۔

تُو گھٹائے سے کسی کے نہ گھٹا ہے نہ گھٹے

جب    بڑھائے   تجھے    اللہ    تَعَالیٰ   تیرا([2])


 

 



[1]... قبالۂ بخشش، صفحہ:29۔

[2]... حدائقِ بخشش، صفحہ:29۔