Book Name:Zikr Hai Oncha Tera

کړے شي (مَعَاذَ  الله ! اَستَغفِرُ  الله !) بنو هاشِم خو د ټولو قبيلو سره جنګ نۀ شي کولے لهذاپۀ دِيت (يعنې خون بها) اخستو باندې به راضي شي، لِهذامونږ ټول به پۀ شريکه هغوئي له دِيت ورکړو۔ داسې به نۀ مُحَمَّد صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاتې شي او نۀ به اِسلام خوريږي۔

ټولو پۀ دې رائے باندې اتفاق وکړو او هر کَس دا خطرناکه منصوبه واخسته او خپلو خپلو کورونو ته روان شول، دلته دې بد بختو سازشونه کول، هلته رَبِّ کائنات خپل خوږ محبوب صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حکم وکړو چې اے خوږه محبوبه صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! نن شپه به هجرت کيږي۔ چې کله شپه شوه نو د هرې قبيلې يو يو بهادر توره راواخسته او د خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کور مبارک يـې پۀ ولقه(محاصره) کښې واخستو۔

اوس دلته د صاحِبِ خُلقِ عظيم، محبوبِ رَبِّ کريم صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلو اخلاقو ته هم وګورئ چې هٰغه کافران کوم چي مَعَاذَ  الله ! ځاني دښمنان دي، هُم د هغوئي امانتونه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره پراتۀ دي، رسولِ رحمت، شفيعِ اُمت صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه ټول امانتونه حضرت علي رَضِىَ  الله  عَـنْهُ ته حواله کړل، هغوئي يـې پۀ خپله بستره مبارکه باندې سملولو او حکم يـې وکړو چې سبا سحر دا ټول امانتونه د هغوئي مالکانو ته واپس کړه او مدينے منورې ته راځه۔ پۀ دې حکم ورکولو سرکارِ عالي وقار، رسولِ مالِک او مختار صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کور نه بهر تشريف راوړلو، پۀ لاس مبارک کښې يـې څۀ خاورې راواخستې او د سورۀ يٰسِين شريف تلاوت يـې کولو او د ټول محاصره کوونکو پۀ سرونو باندې يـې خاورې وروشيدلې  او ووتلو او مدينے منورې طرف ته پۀ هجرت باندي روان شو۔ هٰغه کومو ته چې بهادران وئيلے شو، کوم چي د محبوبِ ذِيشان صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مَعَاذَ  الله ! د شهيد کولو پۀ اراده باندې راغلي وو، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي د سترګو د وړاندې تير شو خو هغوئي هډو اونۀ