Book Name:27 Nimazun Ka Sawab

لمُونځ پريښودونكو ته دا احساس اوشي چې د جَمعې پريښودو سره دوئي ته څومره نقصان رسي. د احاديثو مطابق * فرض لمُونځ جَمعې سره د ادا كولو په صورت كښې د ايمان والا كيدلو ګواهي ده * الله پاك د جَمعې لمُونځ ادا كوونكي خوښوي * د جَمعې لمُونځ  د يواځې لمُونځ نه 27 درجے افضل دے * الله پاك او د هغه فرښتے د جَمعې لمُونځ ادا كوونكو باندې دُرُود ليږي. * د ماسخُتن د جَمعې لمُونځ ادا كول داسې دي لکه نيمه شپه عبادت كول او * د سحر د جَمعې لمُونځ کول داسې دي لکه ټوله شپه عبادت كول. * د جَمعې لمُونځ ادا كولو والا به پُل صِراط باندې د ټولو نه مخكښې د بجلئ په شان تيريږي * د جَمعې لمُونځ ادا كوونكي ته به په ورځ د قيامت د عرش سَورے نصيب كيږي * هغه ته به د دوزخ، منافقت او غفلت نه خلاصے نصيب كيږي * په خپل مينځ كښې به ئې محبت زياتيږي. ([1])

     يو اوګږد حديثِ پاك کښې دي چي، خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: * چا چې د سحر لمُونځ د جَمعې سره ادا كړو، بيا كښيناستو او د الله پاك ذِكر ئې كولو تر دې چې لمَر را اوختلو د هغه د پاره به په جنَّتُ الفِردَوس كښې 70 درجے وي، د هرو دوو درجو په مينځ كښې به دومره فاصله وي څومره چې يو تيز رفتاره تربِيَّت شوے د ښه نسل اَس په 70 كالو كښې وهي او * چا چې د ماسپښين لـمونځ د جَمعې سره ادا كړو د هغه د پاره به په جنَّتِ عدن كښې 50 درجے وي، د هرو دوو درجو په مينځ كښې به دومره فاصله وي څومره چې يو تيز رفتاره تربِيَّت شوے د ښه نسل اَس په 50 كالو كښې وهي او * چا چې د مازديګر لـمونځ د جَمعې سره ادا كړو، د هغه د پاره به د اولادِ اسماعيل  نه داسې د 8 غلامانو ازادولو ثواب وي كوم چې د خانه كعبے خيال


 

 



[1]...فیضان نماز، صفحہ:139۔