Book Name:27 Nimazun Ka Sawab
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! د صدرُ الشَّرِيعه، مولانا مفتـي محمد امجد علی اعظمی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لـمانځه سره مَحبَّت او شوق او هغه هم په جمات كښې د جَمعې سره د اداكولو شوق. الله پاك دِ د صدرُ الشَّرِيعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به بركت مونږ ته هم جَمعې سره د لـمانځه ادا كولو شوق او جذبه را عطا كړې.
بيشكه جمات ته تلل، جمات سره محبت كول، جمات کښې زړه لګيدل، پينځه واړه لمُونځونه په پابندئ جَمعې سره ادا كول د نيك بنده نښه ده، الله پاك ارشاد فرمائي:
وَ ارْكَعُوْا مَعَ الرّٰكِعِیْنَ(۴۳) (پارہ1،سورۂ بقرہ:43)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او د ركوع كوونكو سره ركوع اوكړئ.
مُفسّرِ قرآن، مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې (یعنی، او د ركوع كوونكو سره ركوع اوكړئ) مطلب دا دے چې د جَمعې سره لمُونځ ادا كړئ، ځكه چې د جَمعې لمُونځ د يواځې لمُونځ کولو نه 27 درجے افضل دے. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په هر مسلمان عاقِل يعني چې عقلمند وي ليونے نه وي، چې بالِغ وي نابالغه نه وي، چې آزاد وي غلام نه وي او قادر وي يعنې چې جمات ته د رسيدلو طاقت لري، په هغه باندې پينځه وخته لمُونځونه په جُمات كښې د جَمعې سره ادا كول واجب دي، كه بغير د څه شرعي مجبورئ نه ئې يو د جَمعې لمُونځ هم پريښودو نو ګنهګار دے او كه ډير د جَمعې لمُونځونه ئې پريښودل نو داسې كس فاسِق دے.[2]