Book Name:27 Nimazun Ka Sawab
او د لمَانځه نه پس به ئې بيرته كور ته وړلو. ([1])
سُبْحٰنَ الله! دا دے رښتينے عشقِ رَسُول! خو افسوس! اوس د عشقِ رسول صرف اوچتې اوچتې دعوے پاتې دي، افسوس! د روغ صحت باوُجود خلقو نه جَمعه تلل څه چې لمُونځ هم ترينه قضا شي.
ہر عبادت سے برتر عبادت نماز ساری دولت سے بڑھ کر ہے دولت نماز
قلبِ غمگیں کا سامانِ فرحت نماز ہے مریضوں کو پیغامِ صحّت نماز
نارِ دوزخ سے بے شک بچائے گی یہ رب سے دلوائے گی تم کو جنت نماز
پیارے نبی کی آنکھ کی، ٹھنڈک نماز ہے جنت میں لے چلے گی جو، بے شک نماز ہے
هر عبادت نه اوچت عبادت دے مونځ د ټول دولت نه لوئ دولت دے مونځ
د غمژن زړه د پاره راحت دے مونځ د بيمارانو د پاره پیغام د صحّت دے مونځ
د دوزخ د اور نه بچ کول کوي دا بے شکه د رب له طرفه زيرے د جنت دے مونځ
د خوږ نبي د سترګو يخ والے دے مونځ جنت ته نيغ بوتللو والا دے مونځ
كاش! مونږ ته هم پينځه واړه لمُونځونه، په جمات كښې په وړومبي صف كښې د تكبيرِ اولٰى سره د ادا كولو سعادت رانصيب شي او داسې عادت مو جوړ شي چې د مرګ د ساعته پورې رانه د شرعي مجبورئ نه بغير يوه جَمعه هم لاړه نه شي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اَمِيرُ المُؤمِـنِين حضرت سَيِّدُنا عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ الله عَنْه فرمائي: ما د خوږ نبـي صَلَّى