Book Name:27 Nimazun Ka Sawab
اقتداء كښې لمُونځ ادا كولو). ([1])
اے عاشقانِ رسول! د دې حكايت نه زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جَمعې سره د ډيرې زياتې مينې اِظهار كيږي چې د ډيرې سختې بيمارئ په حالت كښې هم خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جَمعه پريښودل برداشت نه كړل.
اَلْحَمْدُ لِلّٰه! څوک چې واقعي رښتيني عاشقانِ رسول دي، هغوئي د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په فرمانبردارئ كښې د جَمعې لمُونځ سره ډير محبت لري، او په هر حال كښې د جَمعې ادا كولو اهتمام كوي. د اعلٰى حضرت، امامِ اهلِ سُنَّت مولانا شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په باره كښې منقول دي چې يو ځل په ربيعُ الاوَّل شريف كښې د دولسمې په محفل كښې د شريك كيدلو او بيان كولو نه پس ماښام اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سخت بيمار شو، د دې بيمارئ سخته اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله بيانوي، فرمائي: دغه ځل داسې بيمار شوم چې داسې كله هم نه ووم بيمار شوے، ما وصيت نامه هُم اوليكله.
د دې بيمارئ په دوران كښې ئې داسې نازُك حالت وو چې جمات د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د كور خوا ته بالكل نِزدے وو، خو د دې باوُجود پخپله جمات ته نه شو تللے خو قربان شم! د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د جَمعې د لـمانځه سره محبت مرحبا! په دې حال كښې هُم د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه يوه جَمعه هُم نه ده پاتې شوي، حالانکه په دغه حال كښې په هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې د جَمعې لمُونځ واجب نه وو خو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په افضل باندې عمل كولو او پينځه واړه لمُونځونه به ئې جَمعې سره په جمات كښې ادا كول، د دې صورت دا وو چې څلورو كسانو به په كُرسئ كښې كښينولو او جمات ته به ئې راوړولو