Book Name:27 Nimazun Ka Sawab

فرښتو د ”اٰمين“ډير زيات فضيلت دے. فرمانِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: چې كله اِمام غَیْرِ الْمَغْضُوْبِ عَلَیْهِمْ وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠(۷)  اووائي نو تاسو ”اٰمين“ اُووائے! ځکه چې د چا اٰمين وئيل د فرښتو د ”اٰمين“ وئيلو مطابق شي نو د هغه تير شوي ګناهونه به اوبخښلے شي. ([1])

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د حضرت سَيِّدُنا عبدُ الله بِن عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُما په باره كښې منقول دي چې كله به د هغوئي رَضِیَ الله عَنْه نه جَمعه لاړه نو د بل لـمانځه پورې به ئې نفلونه ادا كول. په يو روايت كښې دي: چې كله به هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  نه د ماسخُتن جَمعه پاتې شوه نو ټوله شپه به ئې په عبادت كښې تيروله. ([2])

     د تابعي بُزُرګ حضرت سَيِّدُنا سعيد بِن عبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه به چې کله جَمعه لاړه نو خپله ګيره به ئې اونيوله او په ژړا به شو. ([3])

د پينځه وخته جَمعې لمُونځونو فضائل

     اے عاشقانِ رسول! د صحابه كرامو او اوليائے عِظامو په باره كښې دا تَصَوُّر هم نه شي كيدے چې دا صاحبان به د شرعي اجازت نه بغير د جَمعې لمُونځ پريږدي، خو که د څه عُذر په وجه به ترينه كله د جَمعې لمُونځ پاتې شو نو د هغوئي به داسې حالت شو کوم چې مونږه واوريدلو، خو آه! اوس خو يو ګنړ شمير خلق بغير د شرعي مجبورئ نه د جَمعې لمُونځ پريږدي، او د چا نه چې جَمعه لاړه شي نو افسوس خو لرې خبره ده د هغوئي په خندا او خبرو كښې هُم د هيڅ قِسمه فرق نه ښکاري. كاش چې! د جَمعې


 

 



[1]...بُخاری، کتاب: الاذان، صفحہ:251، حدیث:782۔

[2]...الاصابہ، جلد:4، صفحہ:160۔

[3]...ابن عساکر، جلد:21، صفحہ:203۔