Book Name:27 Nimazun Ka Sawab

عاشقانِ رسول د سُنتو پيغام عام كولو د پاره په مدني قافِلو كښې سفر كوي، تاسو هُم عاشقانِ رسول سره مدني قافِلو كښې د سفر كولو عادت جوړكړئ.

د نشئ اصلاح اوشوه

     د کراچئ يو کس د ماشوم والي نه د نشے عادت اخستے وو، سحر به ئې د ناشتے په ځائے د چرسو او پوډرو نشه کوله، ډير ځله ئې د ډاکټرانو نه علاج اوکړو خو د نشے عادت ئې ختم نه شو، د نورو ګناهونو په دَلدَل کښې هُم نښتے وو، د واده نه پس به ئې ښځه او بچي هُم د هغه د وجهې نه پريشانه اوسيدل، په څه طريقه په رَبِيعُ الْاَوَّل کښې عالمي مَدَني مرکز فيضانِ مدينه کراچئ ته را اورسيدلو، هلته پرې يو سپين ګيري مُبَلِّغِ دعوتِ اسلامي شفقت اوکړو او ذِهن ئې جوړ شو چې زه به د دولسو ورځو مَدَني قَافِله کښې سفر کووم، په مَدَني قَافِله کښې په شروع شروع کښې د نشه نه کولو په وجه هغه په تکليف کښې وو، نه به صحيح خوب ورتللو، نه به اُوږے کيدلو خو په عبادتونو کښې به مشغول اوسيدلو او په ژړا ژړا به ئې د خپلو ګناهونو معافي غوښتله، څلور پينځه ورځې پس اُوږے کيدل شروع شو او د شپې خوب ورتلل هُم شروع شو، په مَدَني قَافِله کښې د سفر په بَرَكت د نشے د آفت نه خلاص شو، بلکه پينځه وخته فرض لـمونځ بلکه تَهَجُّد او اشراق و چاشت ئې هُم ادا کول شروع کړل، عِمامه شريفه ئې هُم په سر کول شروع کړه، هغوئي وائي چې د دعوتِ اسلامي دِيني ماحول کښې د شامليدلو په وجه ما ته نوے ژوند ميلاو شو، اَلْحَمْدُ لِلّٰه زما ښځه او بچي هُم اوس زما نه خوشحاله دي۔

اے شرابی تو آ، آ جُواری تو آ          چُھوٹیں بَد عادتیں قافلے میں چلو

اے شرابی راشه، اے جُواری راشه        پريږ به دئ بد عادتونه قافلو کښې لاړ شئ

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د نيک او لـمونځ ګُزاره جوړيدلو يوه طريقه خو دا ده