Book Name:27 Nimazun Ka Sawab
مدینے کا مسافر ہند سے پہنچا مدینے میں قدم رکھنے کی بھی نوبت نہ آئی تھی سفینے میں
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د صدرُ الشَّرِيعه د لمَانځه شوق
اے عاشقانِ رسول! صدرُ الشَّرِيعه، مولانا مفتـي محمد امجد علی اعظمی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به لمَانځه سره ډير محبت لرلو، كه په سفر كښې به وو او که په كور کښې به وو كله به ئې هم لمُونځ نه قضا كولو، په سخته بيمارئ كښې به ئې هم لمُونځ ادا كولو، يو ځل هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په اجمير شريف كښې وو چې سخته تبه ئې شوه، تر دې چې بے هوشه شولو، د غرمے نه واخله تر مازديګره پورې بے هوشه وو، حافِظِ ملت مولانا عبدُ العزيز مبارك پوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د صدرُ الشَّرِيعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شاګرد دے، دوئي د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خدمت د پاره حاضر وو، صدرُ الشَّرِيعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې كله په هوش كښې راغلو نو د ټولو نه اوَّل ئې دا تپوس اوكړو: څه وخت دے؟ د ماسپښين وخت پاتې دے كه نه؟ حافِظِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورته وخت اوښودو او عرض ئې اوكړو چې: د ماسپښين وخت خو تير شوے دے. دا ئې چې واوريدل نو صدرُ الشَّرِيعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير په تكليف كښې شو او د سترګو نه ئې اوښكې روانې شوې. حافظِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض اوكړو: جناب! آيا په څه ځائے مو درد دے؟ څه تكليف دے؟ اوئې فرمائيل: (ډير غټ) تكليف دے راته، او هغه دا چې د ماسپښين لمُونځ رانه قضا شو، حافظِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورته عرض اوكړو: جناب! تاسو بے هوشه وئ، د بے هوشئ په حالت كښې لمُونځ قضا كيدلو باندې ستاسو هيڅ مُواخَذَه (يعنې د قيامت په ورځ څه تپوس) نشته. د خپل شاګرد د تَسَلَّـئ نه ډكه دا جمله ئې چې واوريدله نو صدرُ الشَّرِيعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کوم جواب وركړو هغه د زړه په غوږونو د اوريدلو لائق دے، يعني چې كله حافِظِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض اوكړو چې د دې لمُونځ په قضا كيدلو هيڅ ګناه نشته، نو د دې په جواب کښې ئې اوفرمائيل: تاسو د