Book Name:27 Nimazun Ka Sawab
*لاس ميلاولو وخت کښې په لاس کښې رومال وغيره حائل کيدل هُم سُنَّت نه دي بلکه ورغوي سره ورغوے لګيدل پکار دي۔ *مُصَافَحه کولو وخت کښې غټه ګوته معمولي شان زور کول پکار دي، په دې کښې حِکمت دا دے چې په غټه ګوته کښې يو رَګ دے چې د هغې نيولو سره مَحبَّت زياتيږي۔ *مُصافَحه کولو نه پس بعضې خلق خپل لاس ښکلوي، دا مکروه دي۔ [1]
الله پاک دِ د خپل خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خاطر مونږ ټولو ته په سُنَّتو باندې د عمل کولو توفيق راکړي۔ اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د 312 صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه 16 او (٢) د 120 صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ او د اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ دوه رسالے ”101 مدنى پهول“ او ”163 مدني ګلونه“ هديةً واخلئ او اولولئ ئې. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه غوره ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښې عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې
لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او (2) دُعاګانې
)1( د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپې] دُرُود