Book Name:27 Nimazun Ka Sawab

     د ”جَمعې په لمَانځه“ كښې كه بادشاه وي او که غلام، که مالدار وي او که غريب، که مالك وي او که نوكر، که تور وي او که سپين، ټول په يو صف كښې اُوګه په اُوګه ولاړ وي، نه پکښې د رنګ او نسل فرق كيږي، نه د عهدے او منصب فرق کيږي، ټول خلق د رنګ و نسل او عهدے فرق ختم كړي او د يو امام په اقتداء كښې لمُونځ ادا كوي، د امام په اقتداء كښې د لمُونځ ګزارو شمير كه 5 وي او که 5 زره وي، ټول په شريکه د امام صاحب پيروي كوي، چې امام صاحب تكبير اُووائي نو ټول اَللهُ اَکْبَر وئيلو وئيلو کښې غوږونو پورې لاسونه اوچت كړي بيا د نامه نه لاندې لاسونه اُوتړي، چې امام صاحب ركوع له لاړ شي نو ټول ركوع له لاړ شي، كه سجدے له لاړ شي نو ټول په سجده پريوځي او چې امام صاحب سلام واړوي نو ټول سلام واړوي، دا دے د اسلام ښودلے شوے بےمثاله باوقاره! نظم و ضبط....!!

ایک ہی  صَفْ میں کھڑے ہو گئے محمود و ایاز    نہ کوئی بندہ رہا نہ کوئی بندہ نواز

بندہ و صاحب و محتاج و غنی ایک ہوئے        تیری سرکار میں پہنچے تو سبھی ایک ہوئے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د جَمعې د لمَانځه يو عجيبه حكمت

   * د اعلٰى حضرت والِدِ مُحترم، مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د جمعې د لمَانځه يو عجيبه حكمت بيان كړے دے، فرمائي: چې كله څوک يو حكيم صاحب له علاج د پاره ورشي نو حكيم صاحب مختلف قسم جرړې او بوټي را ىو ځائے كړي او د هغې نه معجون تيار كړي، (نن صبا ډاكټران هم د يو مرض د پاره مختلف قسمه ګولئ وركوي او په هغې كښې د هرې ګولئ مختلفه فارمولا وي) دغه شان حكيم صاحب قدرتي جرړې بوټي را يو ځائے كړي او معجون ترينه تيار كړي، په هغې كښې د هر جرړې بوټي كار