Book Name:27 Nimazun Ka Sawab

د بيان اوريدلو نيتونه

              فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ا َفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ  (يعنې) رښتينے نِيَّت د ټولو نه افضل عمل دے.([1])

       اے عاشقانِ رَسُول! ياد ساتئ! په نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي. د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو:

نِيَّت اوکړئ چې، * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * چې څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * كه قلم كاغذ درسره وي نو د اهمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هم اوكړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د اَميرِ اهلسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه يو يادګار حكايت

        شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ  په خپله رساله ”تَذْكِرَه صَدْرُ الشَّرِيْعَه“ كښې خپل يو يادګار حكايت نقل كوي، فرمائي: زما د وړوكوالي يا د هلکوانئ واقعه ده: يوه ورځ زه د خپل مشر ورور (مرحوم) سره غالباً ماسپښين لـمونځبادامي مسجدکښې ادا کولو نه پس د جُمات نه بهر راوتلے ووم، امام صاحب د لمَانځه نه فارغ شوے وو او د جمات نه بهَر ته ئې تشريف راوړے وو، چا به ترينه د کومې مسئلے تپوس كړے وو، امام صاحب يو


 

 



[1]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔