Book Name:27 Nimazun Ka Sawab

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او د ژوند تيرولو د آدابو بيانولو ثواب حاصلووم. يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ځله اُوفرمائيل: زما په نائب دِ د الله پاک رَحمت وي۔ عرض اوکړے شو: حُضُور! ستاسو نائب څوک دے؟ اُوئې فرمائيل: زما سُنَّتو سره مَحبَّت کوونکي او نورو ته زده کوونکي۔[1]

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا     جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

”مُصافَحه کول“ سُنَّتِ مُصطَفىٰ دي

دوه فرامینِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1): خپل مينځ کښې مُصافَحه کوئ (يعني لاس ميلاووئ) دې سره بُغض و کِينه لرې کيږي[2] (2): چې دوه مسلمانان خپل مينځ ميلاو شي او لاس ميلاو کړي نو د هغه دواړو ګناهونه اُوريژيږي[3]

      اے عاشقانِ رسول! سلام کولو وخت کښې لاس ميلاوول سُنَّتِ مُصطَفىٰ دي *زمونږه خوږ آقا و مَولٰی، مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ملاقات په وخت کښې صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان ته سلام کولو او په دواړو لاسو به ئې ورسره مُصافَحه کوله (يعني لاس ميلاوولو)۔

    *ياد ساتئ! مُصافَحه په دواړو لاسو کول سُنَّتِ مُبارکه ده، يو لاس ميلاوول سُنَّت نه دي *بعضې خلق صرف ګوتې خپل مينځ کښې اولګوي، دا هُم سُنَّت نه دي [4]


 

 



[1]...جامع بیانِ عِلْم، بَابُ:عِلْم کے فضائل، جلد: 1صفحہ:201، حدیث:220۔

[2]...موطا امام مالک، کتاب:حسن الخلق، باب:ماجاء فی المھاجرۃ، صفحہ:483، حدیث:1731۔

[3]...کنزالعمال، کتاب:الصحبۃ، جزء:9، جلد:5، صفحہ:57، حدیث:25363۔

[4]...101مدنی پھول، صفحہ:8۔