Book Name:27 Nimazun Ka Sawab
چې عاشِقانِ رَسُول سره په مَدَني قَافِلو کښې سفر اوکړے شي، د دې يوه طريقه دا هُم ده چې د شيخِ طريقت، امِيرِ اَهلِسُنَّت، حضرتِ علّامه مولانا محمد اِلياس عطَّار قادِري رَضَوِي دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه عطا کړې د ”72 نيک اعمالو‘‘ رِساله حاصله کړے شي او هره ورځ په يو مقرره وخت باندې د خپلو اعمالو د جائزے اخستلو په صورت کښې په هغې کښې خانے ډکې کړے شي، اَلْحَمْدُ لِلّٰه په ”72 نيک اعمالو‘‘ کښې هُم ”د جَمعې د لـمانځه‘‘ والا نيک عمل شامل دے، که مونږه د 72 نيک اعمالو والا رساله حاصله کړو او د هغې په ذريعه د خپلې ټولې ورځې [او شپې] د اعمالو د جائزے اخستلو عادت جوړ کړو نو اِنْ شَــآءالـلّٰـه تعالٰى! د دې په بَرَكت به مو هُم جَمعې سره د لـمانځه کولو عادت پوخ شي۔ الله پاک دِ مونږ ټولو ته پينځه وخته لـمونځونه جَمعې سره د ادا کولو توفيق راکړي۔ اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
”اَواقاتُ الصَّلوٰۃ‘‘ موبائل ايپلي کيشن
اے عاشقانِ رَسُول! اَلْحَمْدُ لِلّٰه د عاشِقانِ رَسُول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د اِسمارټ فون په ذريعه هُم د عِلمِ دِين عامولو کوشش کوي۔ په دې باره کښې د دعوتِ اسلامي د آئي ټِي ډيپارټمِنت له طرفه مختلِفې موبائل ايپلي کيشنې جاري شوي دي، په هغې کښې يو ايپلي کيشن Prayer Times (یعنی اَوقاتُ الصَّلوٰۃ) هُم دے۔ د دې ايپلي کيشن په مدد د لـمونځونه وختونه معلوميدے شي، په دې کښې کَمپاس هُم ورکړے شوے دے چې د هغې په مدد د قِبلے صحيح طرف معلوميدے شي، د دې نه عِلاوہ پکښې ډیجیټل تسبیح، اسلامي کیلنډر او مختلف اَوراد و وَظائِف وغیرہ هُم شامِل دي۔ تاسو هُم په خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن اِنسټال کړئ او نورو ته هُم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد