Book Name:27 Nimazun Ka Sawab
او څوک چې جُمات ته د رسيدلو طاقت نه لري مثلاً نابينا دے، يا ئې ښپې سلامتې نه دي، سخت بيمار دے، ګرځيدے نه شي نو په داسې كس اګر چې د جَمعې لمُونځ واجب نه دے، البته د ده د پاره افضل هم دا دي چې څنګه ممكنه وي جمات ته دِ راځي او د جَمعې لمُونځ دِ ادا كوي. زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عام عمل مبارك هم دا وو چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به فرض لمُونځونه د جَمعې سره ادا كول.
خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د جَمعې لمُونځ
د اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ الله عَنْهَا بيان دے: چې كله د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې سخته بيماري حاضره وه نو حضرت بلال رَضِیَ الله عَنْه هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د لـمانځه اطلاع وركولو د پاره حاضر شو، حُضُور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائىلو: ابو بكر ته اووايه چې خلقو ته [د جَمعې] لمُونځ وركړي.“ بيا چې کله حضرت ابو بكر صديق رَضِیَ الله عَنْه د لـمانځه جَمعه ورکولو كښې مشغول وو نو په دې دوران كښې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خپل طبيعت مبارك کښې څه بهتري محسوسه كړه نو پاڅيدلو او دوو كسانو ته ئې دا سعادت ورکړو چې هغوئي په خپل زور حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جمات طرف ته داسې روان کړو چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارك قدمونه په زمكه لګيدل، حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْه چې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د (مباركو قدمونو) آواز محسوس كړو نو شا ته کيدل ئې شروع کړل، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته اشاره اوكړه (چې مه شاته كيږه) بيا خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْه کينړ طرف [يعني ګڅ طرف] ته كښيناستلو، حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْه په ولاړه او خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ناسته لمُونځ ادا كولو، حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اقتداء كښې [يعني په حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پسې] او خلقو د حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْه (په