Book Name:27 Nimazun Ka Sawab

پورې (كامل) مومنان نه شئ جوړيدے، تر څو چې په خپل مينځ كښې محبت شروع نه كړئ.[1]

     او اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د جَمعې د لمَانځه په صورت كښې چې كله مسلمانان په صف كښې اودريږي، كه مالدار وي او که غريب، که بادشاه وي او که وزير، ټول د يو بل د اوګې سره اُوګه اولګوي او د يو امام په اِقتدا كښې لمُونځ ادا كوي، د لمَانځه نه پس يو بل سره سلام او مُصافَحه كوي، د يو بل نه د حال احوال پوښتنه کوي، مالداران چې د غربيانو د حال نه خبر شي نو په زړونو كښې ئې همدردي پيدا شي، ګنهګاران چې د نيكو خلقو انداز اوويني نو په زړه كښې ئې د ګناهونو نه نفرت پيدا شي، جاهلان د علماؤ نه علم زده كوي، دغسې هره ورځ پينځه وخته جمات ته د حاضريدلو په ذريعه د مسلمانانو په خپل مينځ کښې محبت زياتيږي، اتفاق و اتحاد پکښې پيدا كيږي، په زړونو کښې ئې يو بل سره د خىر ښيګړې جذبه پيدا كيږى، او دغسې د جَمعې د لمَانځه له بركته يوه مثالي اسلامي مُعاشره جوړيږي.  

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوس د جَمعې د لمَانځه دا عظيمې فائدے په نظر کښې ساتلو سره سره راځئ چې مونږه په خپل خراب حال باندې هُم غور اوكړو! نن كه ورور د ورور ګريبان ته لاس اچوي نو ولې؟ نن که يو ورور د خپل ورور په ترقئ کولو حسد كوي نو ولې؟ يو بل ته ئې سينے د بُغض او كِينے نه ولې ډکې دي؟ جنګ جګړے ولې ډيرې کيږي؟ په كورونو كښې د امن په ځائے جګړے ولې دي؟ په معاشره كښې قتل او لُوټ مار او بربادي ولې ورځ په ورځ زياتيږي؟


 

 



[1]...شُعَبُ الْاِیْمَان،باب: فی مقاربۃ، جلد:6، صفحہ:423، حدیث:8746۔