Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj
عاجزي ئې اوكړه، اوئې ژړل او د اووه [7] كالو پورې ئې د عرش طواف كولو، آخر الله پاك په هغوئي رحم اوكړو او د عرش لاندې ئې د هغوئي د پاره د زَبَرجَدو يو كور جوړ كړو او فرښتو ته ئې اوفرمائيل: د دې كور طواف کوئ. فرښتو د هغه كور طواف كول شروع كړل، هغې ته بَيْتُ المَعْمُور وائي. بيا الله پاك فرښتے زمكې ته را اوليږلې او حكم ئې اوكړو چې په زمكه هم د بَيْتُ المَعْمُور په شان او د هُم دې همره يو كور جوړ كړئ. بيا چې كله دا كور جوړ شو نو الله پاك د زمكې مخلوق ته حكم اوكړو: څنګه چې آسمان والا د بَيْتُ المَعْمُور طواف کوي، تاسو د دې كور طواف کوئ...!! ([1])
د يو روايت مطابق د حضرت آدم عَلَيْهِ السَّلام د پيدائش نه دوه زره كاله مخكښې د بَيْتُ المَعْمُور په برابري كښې فرښتو د کعبے شريفې عمارت جوړ كړے وو، دا په پيمائش كښې د بَيْتُ المَعْمُور همره وو. هغه وخت به د کعبے شريفې طواف صرف د زمكې فرښتو كولو خو حج به ئې د زمكو او اسمانونو ټولو فرښتو كولو. ([2]) مشهور مُفسّرِ قرآن، مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: هغه وخت كعبه شريفه د كانړو نه نه وه جوړه شوي بلكه د دې د عمارت سامان سره اسماني ياقوت وو. بيا حضرت آدم عَلَيْهِ السَّلام په دې تعمير کښې څه اضافه اوکړه او هغوئي عَلَيْهِ السَّلام به هم د دې طواف كولو او د هم دې طرف ته به ئې لمُونځ كولو، بيا د حضرت آدم عَلَيْهِ السَّلام شهزاده حضرت شيث عَلَيْهِ السَّلام د دې لږ مرمت اوكړو، بيا د حضرت نوح عَلَيْهِ السَّلام د زمانے پورې كعبه شريفه هم دغه شان وه. بيا چه كله طوفانِ نوح راغے، هغه وخت هغه اسماني عمارت د اسمان ته اوچت كړے شو، د هغې صرف يو ياقوت پاتې شو، كوم ته چې حَجَرِ اَسْوَد وائي او د