Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj
ايښودے وو، يوه ورځ حضرت يعقوب عَلَيْهِ السَّلام د خپل ماما سره روان وو، په لاره كښې يو ځائے شپه راغله، حضرت يعقوب عَلَيْهِ السَّلام يو كانړي ته ډډه اولګوله او آرام فرما شو، هغه وخت په خوب كښې په هغوئي عَلَيْهِ السَّلام باندې وحي نازل شوه او په دغه خوب كښې الله پاك هغوئي ته د بَيْتُ الْمُقَدَّس (يعنې مسجِدِ اقصٰى) جوړولو حكم اوكړو. ([1])
اے عاشقانِ رسول! د دې روايت نه معلومه شوه چې د طوفانِ نُوح نه پس د مسجِدِ اقصٰى اوَّل تعمير حضرت يعقوب عَلَيْهِ السَّلام كړے وو او حضرت يعقوب عَلَيْهِ السَّلام لا پيدا شوے هم نه وو چې د هغوئي عِزَّت مآب نيکه حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام د مکّے مُکَرَّمے او د خانه کعبے شريفې د آباد كارئ انتظام شروع كړے وو.
مشهوره واقعه ده، په بُخاري شريف كښې دي، د هغې خلاصه څه داسې ده چې د حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام اولاد نه وو، هغوئي د الله پاك په بارګاه كښې دُعا اوكړه: اے الله پاكه! ما ته نيك ځوئے را عطا كړې. د حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام دُعا قبوله شوه، څه موده پس الله پاك حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام ته ښكلے، نيكو كاره او بااخلاقه ځوئے وركړو چې د هغوئي نوم ئې ”اسماعيل“(عَلَيْهِ السَّلام) كيښودو.
د ماشوم ځوئے د پيدائش يو څو ورځې تيرې شوي وے چې الله پاك حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام ته حكم اوكړو: اے ابراهيم! خپل ځوئے اسماعيل او د دوئي مور هاجره رَضِیَ الله عَنْهَا په مكه مكرمه كښې پريږدوه.
اَللهُ اكبَر! د ځان نه زيات خوږ يو ماشوم ځوئے او هغه هم د څو كالو نه پس پيدا شوے وو، لا د پئيو څښلو په عمر كښې وو چې د جدائې حكم اوشو، د يو پلار زړه