Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj

عباس رَضِىَ اللهُ عَنْهُما فرمائي: څوك چې د کعبے شريفې حج اوكړي، د دې طواف اوكړي، دلته اعتكاف اوكړي، د هغه ګناه به اوبخښلے  شي.

    علامه محمود آلوسي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: د کعبے شريفې بابركته كيدلو يو مطلب دا هم دے چې دلته هر وخت عبادت كيږي. بيا د دې دليل وركوي، فرمائي: زمونږه زمكه كُروِى (يعنې د هګئ په شكل كښې) ده، په دې وجه په دُنيا كښې چې كله په يو ملك كښې د سحر وخت كيږي نو په بل ملك كښې هغه وخت د ماسپخين وخت وي، چرته مازديګر وي، نو چرته ماښام او چرته ماسخُتن وي، داسې هر وخت په دُنيا كښې د يو لمُونځ وخت وي، داسې يو وخت خالي نه وي چې خانه کعبے شريفې طرف ته نه مخ كيږي او لمُونځ نه ادا كيږي. ([1]) يعنې په شپه او ورځ كښې هر وخت مسلمانان خانه كعبے طرف ته مخ كوي او لمُونځ ادا كوي.

       مُفسّرِ قرآن، مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: كعبه شريفه د انسانانو، پيريانو، او فرښتو هم قبله ده، په دې وجه ئې دې ته د عَالَمِينو (يعنې د ټولو جهانونو) هدايت وئيلے دے، او دا انسانانو ته د جنت هدايت وركوي، په دې وجه ورته هُدًى (يعنې هدايت وركولو والا) وئيلے شوي دي.([2])

منقول دي چې كعبه شريفه به په ورځ د قيامت د ناوي په شان اوچته كړے شي كومو خلقو چې د دې حج كړے وي هغوئي به د دې د پردو سره زوړند وي او د دې نه به چاپيره طواف كوي تر دې چې كعبه شريفه به جنت ته داخله شي نو هغوئي به هم د دې سره جنت ته داخل شي. ([3])  


 

 



[1]...روح المعانی، پارہ:4، آلِ عمران،تحت الآیۃ96، جلد:2، صفحہ:303۔

[2]...تفسیر نعیمی،پارہ:4، آل عمران، تحت الآیۃ96، جلد:4، صفحہ:31 ۔

[3]...احیاء العلوم، حج کا بیان، جلد:1، صفحہ:733۔