Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj

دومره نرم شو چې د هغوئى عَلَيْهِ السَّلام د قدمونو نښې پكښې جوړې شوے او دزرګونو كالو تيريدلو باوُجود تر اوسه پورې [پكښې هغه نښې] موجودې دي. الله پاك دې كانړي ته دومره عظمت وركړے دے چې د ټولو  حاجيانو سرونه ئې دې طرف ته ښكته كړل. فرمائي([1]):

وَ اتَّخِذُوْا مِنْ مَّقَامِ اِبْرٰهٖمَ مُصَلًّىؕ-  (پارہ1،سورۃالبقرۃ:125)      

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: (اے مسلمانانو!) تاسو د ابراهيم د اودريدلو ځائے د لمُونځ مقام جوړ كړئ.

  * كعبه شريفه هغه مبارك مقام دے چې د دې خوا ته د زَم زَم شريف كوهے دے، زَم زَم هغه مباركې اوبه دي چې د هر هغه مقصد د پاره دي د كوم مقصد د پاره چې اوڅښلے شي. ([2]) زَم زَم شريف که د شِفا د پاره اوڅښلے شي نو الله پاك شِفا وركوي، که د تندې ماتيدلو د پاره اوڅښلے شي نو تَنده ختموي، که د لوږې ختمولو د پاره اوڅښلے شي نو لوږه ختموي. زَم زَم هغه مباركې اوبه دي چې په ولاړه مخ په قبله څښلے كيږي، د دې د څښلو نه پس چې كومه دُعا اوغوښتلے شي قبليږي.

     * د کعبے شريفې خوا ته حَجرِ اَسْوَد دے، حَجرِ اَسْوَد هم جَنَّتـي كانړے دے، د دې ښكلولو سره ګناهونه مُعاف كيږي، د قيامت په ورځ به د دې حَجرِ اَسْوَد دوه سترګې وي چې ليدل به كوي، ژبه به ئې وي چې وئيل به كوي او د خپل استلام كوونكو په حق كښې به ګواهي وركوي. ([3])

    * د کعبے شريفې سره مطاف دے، دا هغه مقام دے چرته چې د کعبے شريفې


 

 



[1]...تفسیر نعیمی،پارہ:4، آل عمران، تحت الآیۃ97، جلد:4، صفحہ:37 ۔

[2]...مُسْتَدْرک، کتابُ: الْمَناسک، جلد:2، صفحہ:132، حدیث:1782۔

[3]...ترمذی، کتاب: الحج، باب:ماجاء فی الحجر الاسود، صفحہ:254، حدیث:961۔