Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj
اُووائے چې هغه خپل کور ته داخليدلو نه مخكښې ستاسو د پاره د بخښنې دُعا اوکړي ځکه چې د هغه بخښنه شوي ده۔ ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د ذِيقعده شريف مبارکه مياشت جاري ده، دا هغه مبارکه مياشت ده چې په دې مبارکه مياشت کښې د حج قافلے روانې وي، د کومو عاشقانو نصيب چې اوځليږي هغه حج ته د تللو په تيارئ کښې مصروفه وي او د کومو عاجزانو چې د تللو هيڅ سبب نه کيږي هغوئي د مکے او مدينے په يادونو کښې ژړيږي او په بارګاهِ اِلٰهى کښې په ژړا ژړا خپل عرض پيش کوي چې،
بڑا حج پہ آنے کو جی چاہتا هے بُلاوا اَب آئے گا کب یااِلٰهی!
میں مکے میں آؤں، مدینے میں آؤں بنا کوئی ایسا سبب یااِلٰهی!
يعني: يا الله پاکه! حج کولو ته مې ډير زړه کيږي، ما به خپل دَر ته کله غواړې۔ يا الله! پاکه زما څه داسې سبب اوکړې چې مکے او مدينے ته حاضر شم۔
تقريباً هر کال لکونه مسلمانان د حج سعادت حاصلوي خو آه! چې د کله نه کرونا وائرس راغلے دے، د دې په سبب چې څنګه د ژوند نور مُعامِلات مُتأَثِّره شوي دي دغسې د حج په عظيم عبادت باندې هُم د دې ډير زيات اثر شوے دے، تير کال هُم حج شوے خو وو خو د مخكښې په شان لکونه مسلمانان مکّے مُکَرَّمے ته نه وو راغلي، دا ځل به هُم د آخري اطلاعاتو مطابق لږو خلقو ته مکّے مُکَرَّمے ته د حاضرئ اجازت مِلاويږي۔ الله پاک دِ د خيره سره زر تر زره مونږ ته د دې آفت نه نجات راکړي، الله پاک دِ دا وائرس د ټولې دُنيا نه ختم کړي او کاش چې بيا په زور و شور سره د حج