Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj
كيدلو، حج كيږي او تر قيامته پورې به حج كيږي، دا خُصُوصيت په دُنيا كښې بل يو مقام ته نه حاصل دے او نه به حاصل شي، * كعبه شريفه هغه مُقَدَّس مقام دے چې انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام به هم د دې حج كولو * حضرت آدم عَـلَيْهِ السَّلام په بَرِّصَغِير كښې اوسيدلو، د يو روايت مطابق آدم عَـلَيْهِ السَّلام د دې ځائے نه پياده تشريف وړے دے او اويا حجونه ئې ادا كړي دي بلكه د حضرت اِبنِ عباس په روايت كښې دي: حضرت آدم عَـلَيْهِ السَّلام د بَرِّصَغِير نه پياده زر ځله مکّے مُکَرَّمے ته تشريف وړے دے، په دې كښې درې سوه ځله آدم عَـلَيْهِ السَّلام حج ادا كړے دے او ووه سوه ځله ئې عمرے ادا كړي دي، * حضرت نُوح عَـلَيْهِ السَّلام هم حج ادا كړے وو * حضرت هُود، حضرت صالِح او حضرت شُعيب عَلَيْهِمُ السَّلام هم حج ادا كړے وو * په حديثِ پاك كښې دي: هغه ټول انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام د كومو په قومونو چې عذاب راغلے وو، چې كله به د هغوئي قومونه هلاك شو نو هغوئي به مکّے مُکَرَّمے ته تشريف راوړلو او د وفات د وخته پورې به دلته په عبادت كښې مصروف اوسيدلو * د حضرت مجاهد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے چې حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام په سُور اوښ سور حج له تشريف راوړے وو، موسٰى عَلَيْهِ السَّلام د کعبے شريفې طواف اوكړو، د صَفَا مروَه په مينځ كښې ئې سعي اوكړه، دلته هغوئي عَلَيْهِ السَّلام د اسمان نه يو اواز واوريدلو: لَبَّیْکَ عَبْدِیْ وَ اَنَا مَعَکَ اے زما بنده لَبَّیْک! زه ستا سره يم. د دې په اوريدلو حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام سجده اوكړه. * د حضرت عبدُ الله بِن زُبَير رَضِیَ الله عَنْهُما نه روايت دے چې بنـي اسرائيلو طرف ته را ليږلو شوو زرو انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام د حج د پاره مکّے مُکَرَّمے ته تشريف راوړے وو او دې ټولو حضراتو