Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj
شريفه د امن ځائے دے، * د انبيائے كرامو د حج روايتونه، او *د حج فضائل. په ډير ذوق او شوق او د زړه په حاضرئ سره پورا بيان د اوريدلو كوشش اوكړئ، اِنْ شَـآءَ الـلّٰـه د ډيرو معلوماتو خزانه به په لاس درشي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ژوند مبارک كښې يو ځل غيرمسلمو په مسلمانانو باندې اعتراض اوكړو چې ستاسو قبله كعبه ده او زمونږه قبله بيتُ المُقَدَّس (يعنې مسجدِ اقصٰى) ده او بيتُ المُقَدَّس د کعبے شريفې نه افضل دے، لِهٰذا زمونږه دِين ستاسو د دِين نه افضل دے، په دې دعوٰى باندې غيرمسلمو يو څو دلائل هُم وركړل، مثلاً يو دليل ئې دا وركړو چې بيتُ المُقَدَّس اَوَّل جوړ شوے دے او كعبه شريفه وروسته جوړه شوي ده، لِهٰذا بيتُ المُقَدَّس ته اوچت شان حاصل دے، دويم دليل ئې دا وو چې بيتُ المُقَدَّس په مُلكِ شام كښې دے او د شام زمكه بركت والا ده، په ورځ د قيامت به د مَحشر ميدان هم دلته لګي (هٰغه وخت ملكِ شام ډیر فراخه وو، فلسطين هم په مُلكِ شام كښې شامل وو، په دې وجه غير مسلمو داسې اووئيل)، دغه شان بيتُ المُقَدَّس د انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام قبله ده، نو بيتُ المُقَدَّس د کعبے شريفې نه افضل دے. ([1]) د غير مسلمو د دې اعتراض په جواب كښې الله پاك د سيپاره4، سوره آلِ عمرٰن آيت نمبر96 او 97 نازل كړل، چنانچه ارشاد فرمائي: