Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj

دريم لوئ جمات: مسجدِ اقصٰى دے. * په مسجدِ اقصٰى كښې د يو لمُونځ ادا كولو ثواب د 50 زرو لمُونځونو برابر دے، * بَيْتُ الْمُقَدَّس د انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام قبله ده، * بَيْتُ الْمُقَدَّس زمونږه هم وړومبنئ قبله ده، زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هجرت نه پس 17 مياشتو پورې بَيْتُ الْمُقَدَّس طرف ته لمُونځ ادا كړے دے بيا ئې د الله په حكم کعبے شريفې ته مخ کړلو. ([1]) * خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل سَفَرِ معراج شروع هم د بَيْتُ الْمُقَدَّس نه كړى وه. ([2])

     الغرض: بَيْتُ الْمُقَدَّس هم د فضيلت مقام دے، كعبه شريفه هم د فضيلت مقام دے، خو غيرمسلمو د خپل ناقصه ذِهن مطابق د دې دواړو د فضيلت مقامونو موازنه اوكړه، او د خپل ذِهن مطابق ئې بَيْتُ الْمُقَدَّس د کعبے شريفې نه افضل اوګنړلو. الله پاك د هغوئي د دې باطلې نظريئے رد اوكړو، د هغوئي د اعتراض جواب ئې وركړو خو قربان شم چې په څومره ښكلي انداز كښې ئې د غير مسلمو رد اوفرمائيلو، [يعني] د کعبے شريفې فضائل ئې بيان كړل خو د بَيْتُ الْمُقَدَّس فضيلت ئې هُم كم نه كړو، قرآنِ كريم دا اوفرمائيل چې كعبه شريفه بركت والا ده خو دا ئې اُونه فرمائيل چې د بَيْتُ الْمُقَدَّس څه فضيلت نشته. قرآنِ كريم دا اوفرمائيل چې كعبه شريفه د هدايت باعث ده خو دا ئې اونه فرمائيل چې بَيْتُ الْمُقَدَّس د هدايت سبب نه دے. قرآنِ كريم دا اوفرمائيل چې په كعبه شريفه كښې د الله ښكاره نښې دي خو دا ئې نه دي فرمائيلي چې په بَيْتُ الْمُقَدَّس كښې د الله پاك هيڅ نښې نشته. يعنې قرآنِ كريم د غير مسلمو رد هم اوكړو او د كعبے  شريفې فضائل ئې هم بيان كړل او د بَيتُ المُقَدَّس


 

 



[1]...بخاری، کتاب:اخبار الاحاد، صفحہ:1757، حدیث:7252۔

[2]...بخاری، کتاب:مناقب الانصار، باب:المعراج، صفحہ:976، حدیث:3887۔