Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees
له تشريف يوړلو، هغه وخت هم د مصر نه، شام نه او نورو ډيرو ملكونو نه عُلمائے كرام د حج د پاره راغلي وو.
الله پاك اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته شُهرت عطا كړے وو، چې كله هغه عُلمائے كرامو ته پته اولګيده چې اعلٰـى حضرت اِمامِ اهلِسُنَّت، شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړے دے نو هغه علمائے كرام په ډلو ډلو د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شو، په هغې كښې ډير علمائے كرام داسې وو چې هغوئي د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه بعض مشكل مسائل زده كړل، چا ترينه بعضې علوم حاصل كړل او د هغه وخت د لويو لويو مُحَدِّثينو يو شمير وو چې باقاعده ئې اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه د حديثِ پاك سَنَدونه هم حاصل كړل.
اے عاشقانِ رَسُول! اندازه اولګوئ! د عربو لوئ لوئ علماء او مُحَدِّثين د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه د حديثِ پاك اجازتونه حاصلوي، ګويا دا لوئ لوئ مُحَدِّثين دا اعلان كوي چې په نن دور كښې هغه عظيمه هستي چا ته چې د اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن فِی الْحَدِیث لقب وركول کيدے شي، هغه اعلٰـى حضرت، اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے.
حَرَم والوں نے مانا تم کو اپنا قبلہ وکعبہ جو قبلہ اہلِ قبلہ کا ہے وہ قبلہ نُما تم ہو
وضاحت: ”قبله نُما“ يعنې د قبلے د طرف معلومولو آله. دې ته كمپاس هُم وائي. مطلب دا دے چې اے اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه! د مكے او مدينے عاشقانِ رسول عُلماء، لوئ لوئ مُفتِيَانِ كرام هم تاسو خپله قبله و كعبه مني، تاسو هغه انسان ئې چې ستاسو په بركت مسلمانان خپله قبله دُرُسته كوي يعنې په خپلو عقائدو، اعمالو كښې ستاسو نه رهنمائي اخلي.
په پيلي بِهيت كښې درې ګينټے بيان
په 1303 هجرئ كښې مُحَدِّث وَصِـي اَحمَد سُورتـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په پيلي بِهيت كښې د