Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees
کړي دي، د دې احاديثو معاني ئې بيان كړي دي، بيا دا نه چې اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صرف احاديث بيان كړي دي، بلكه چې كله ئې هم حديثِ پاك نقل كړے دے، د هغه حديثِ پاك حواله ئې هم ليكلي ده، چې كله د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د كتابونو نه احاديث جمع كړے شو نو معلومه شوه چې اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په 350 كتابونو كښې اندازًا لس زره احاديث نقل كړي دي.[1]
(3) اعلٰـى حضرت او په احاديثو باندې د عمل كولو انداز
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! اعلٰـى حضرت، اِمامِ اهلسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په علمِ حديث كښې څنګه مهارت لرلو، د احاديثو لوستلو، يادلو، ياد ساتلو او نورو ته د رَسَوَلو ئې څومره شوق لرلو. الله پاك دِ مونږ ته هم د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فيضان رانصيب كړي. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
اوس واورئ! په احاديثو باندې عمل كولو كښې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه انداز څنګه وو؟
اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله په دويم ځل د حج د پاره مكے مكرمے ته حاضر شو نو هلته سخت بيمار شو، د ډىرو ورځو پورې ئې طبيعت ټىك نه شو، د مُحَرَّمُ الحَرام په آخرو ورځو كښې ئې طبيعت لږ ټيك شو، غُسل ئې اوكړو، چې د غُسل خانے نه ئې بهر تشريف راوړو نو اوئې ليدل چې: په اسمان كښې وريځې دي، هغوئي زر زر حرم شريف ته لاړلو، مَسجِدُ الحَرام شريف ته رسيدلو رسيدلو کښې باران شروع شو، اعلٰـى حضرت