Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees
د الله پاك په بارګاه كښې به ئې زمونږ ګنهګارو د پاره دُعاګانې كولې، * د قيامت په ورځ د سختې ګرمئ په حالت كښې به خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك په بارګاه كښې په سجده کښې پريوځي او د اُمَّت د بخښنې درخواست به كوي، * د خپل اُمَّت د نيكو تَله به درَنَوِي، * په پُل صِراط باندې به ئې په سلامتيا سره پورې باسي، * د حوضِ كوثَر نه به پرې جامُونه څښي، * دوزخ ته غورزيدلي اُمَّتيان به را اوباسي، * پخپله به غمژن وي او مونږ ته به خوشحالئ را عطا کوي، * د خپلو نوراني اوښكو په ذريعه به د اُمَّت ګناهونه وينځي. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږ له هم پكار دي چې مونږه هُم د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّتيانو سره همدردي اوكړو، مسلمانانو سره د مهربانئ سلوك اوكړو، د هغوئي په درد او تكليف كښې مرسته اوكړو، د هغوئي د پاره دُعاګانې اوكړو، د هغوئي خىر ښيګړه اوغواړو، چې څومره كيدے شي مسلمانانو سره خيرخواهي اوكړو، الله پاك دِ مونږ ټولو ته د عمل كولو توفيق راعطا كړې. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې
لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او (2) دُعاګانې
)1( د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود