Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees
اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به دا كتل، د دې نه به ئې احاديث لوستل او د تحرير [يعنې فتوٰى او نور کتابونه ليكلو] په دوران كښې به ئې ترينه نقل كول.
بيا دا هم ياد ساتئ چې دا كوم تحقيق شوے دے، دا صرف د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د 350 كتابونو شوے دے، او د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكلي شوي كتابونه د 1000 نه زيات دي، كه د ټولو كتابونو نه احاديث جمع كړے شي نو اندازه اولګوئ چې د حديثِ پاك څومره لويه ذخيره به جمع شي.
دا د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حديثِ پاك سره شوق و مَحَبَّت وو، بيا د دې سره سره كمال اوګورئ! عِلمِ حديث صرف يو علم دے، اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صرف د عِلمِ حديث ماهر نه وو بلكه د 100 نه زياتو علومو كښې ئې مهارت لرلو يعنې دا دومره مطالعه صرف د يو علم په باره كښې وه نو د سلو نه زياتو علومو د پاره به اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هر علم مُتَعَلِّق څومره مطالعه كړي وي؟ څومره كتابونه به ئې لوستلي وي؟ بيا د دې سره سره د ليكلو كار هم وو، فتوے به ئې هم ليكلې، اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پيرِ كامِل هم دے، مريدان به هم حاضريدل، د هغوئي تربيت به ئې هم كولو، اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اُستاذ هم وو، په مدرسه كښې به ئې د سبقونو درس هم وركولو، د اُمَّت مسائل به ئې هم حل كول، د دې ټولو مصروفياتو باوُجود اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره مطالعه كوله؟ دې ته چې سوچ اوکړے شي نو عقل ورته حيرانيږي۔
اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او تبليغِ حديث
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا وه د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حديثِ پاك سره مينه او محبت. بيشكه احاديث لوستل، په دې باندې ځان پوهه كول د لوئ كمال خبره ده، بيا احاديث ياد ساتل، نورو ته رَسَوَل د دې نه غټ كمال دے. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به احاديث لوستل، ياد به ئې ساتل او نورو ته به ئې رسَوَل. د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه