Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! 25 صَفْرُ الْمُظَفَّر راروان دے، د عاشِقانو د اِمام، عاشقِ رسول، اعلٰى حضرت اِمام اهلِسُنَّت مولانا شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يومِ عُرس را روان دے. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! په ټوله دُنيا كښې عاشقانِ رسول په شوق او مَحبَّت سره د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرس مناوهي. د عرسِ اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مُناسبت سره به مونږه نن اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ذِكرِ خير اوريدلو سعادت حاصلوو. نن زمومونږ د بيان موضوع ده: اعلٰى حضرت او علمِ حديث.
بنيادي طور زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ژبې مباركې نه ادا شوو الفاظو ته، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاكو افعالو او مباركو احوالو ته حديث وائي. البته بعضې وخت د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان او تابعينو (يعنې هغه خوش نصيبه انسانان چا چې د اِيمان په حالت كښې د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان زيارت كړے وي د هغوئي) اقوالو ته هم حديث وائي. د حديثِ پاك باقاعده عِلم دے، دا ښودلے كيږي، په مدرسو كښې د دې تعليم ورکولے كيږي، د اعلٰى حضرت اِمامِ اهلِسُنَّت، شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د احاديثو لوستلو څومره شوق وو؟ هغوئى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په احاديثو څومره پوهيدلو او د احاديثو نه مسائل راويستلو كښې څومره ماهر وو؟ بيا اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به نورو ته د احاديثو رسَوَلو څومره شوق لرلو؟ او پخپله به ئې په احاديثو څومره عمل کولو، نن به په دې باره كښې مونږه يو څو مدني ګلونه د اوريدلو او په هغې د ځان پوهه كولو سعادت حاصلوو.
د عِلمِ حديث په باره كښې يو وضاحت
په اصل موضوع باندې د خبرو كولو نه مخكښې دا خبره په خپل زړه كښې كښينوئ چې * په ديني علومو كښې د قرآنِ كريم نه پس د ټولو نه لوئ، اَهَم او د ټولو نه افضل