Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees
واقعي ستاسو په سترګو كښې اوبه راځي [يعني ګُل په پکښې کيږي]. خو قُربان شم! اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل چې: زما د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ارشاد باندې كمزورے اعتِماد نه دے چې د ډاكټرانو د وينا په وجه مَعاذَ الله زما يقين كښې کمے راشي. 20 كاله خو څه اوس د 30 كالو نه زيات وخت تير شو، نه ما د كتاب په لوستلو كښې كمے كړے دے، او نه مې په سترګو كښې څه تكليف راغلے دے. [1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليده! اعلٰـى حضرت اِمامِ اهلِسُنَّت، شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل آقا، مكي مدني مصطفٰى په فرامينو باندې څومره پوخ يقين لرلو. الله پاك دِ مونږ ته هم د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بركت پوخ يقين رانصيب كړي. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د سيرتِ رضا نه حاصل شوي دوه مدني ګلونه
اے عاشقانِ رسول! مونږه د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سيرت نه بعضې حِصَّے د اوريدلو سعادت حاصل كړو، د نن په بيان كښې مونږ ته خاص دوه مدني ګلونه زده كول نصيب شو:
(1) د احاديثو لوستلو، يادولو او په هغې د ځان پوهه كولو شوق.
(2) په فرامينِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې پوخ يقين ساتل.
په زړه كښې د احاديثو لوستلو شوق پيدا كړئ!
لږ غور اوكړئ! حديثِ پاك څومره قدر لري؟ زمونږ هغه خوږ آقا، مكي مدَني مصطفٰى