Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees
واخلئ او نورو ته ئې هم ترغيب وركړئ.
غرض: نن صبا د احاديثو لوستلو، او په دې د ځان پوهه كولو ډيرې ذريعے دي، كه مونږه خپل ذِهن جوړ كړو نو ډير اسباب پيدا كيږي. بس د شوق پيدا كيدو ضرورت دے. په حديثِ پاك كښې دي، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: الله پاك دِ هغه كس تر و تازه اوساتي، چا چې زما حديث واوريدلو، هغه ئې ياد كړو او نورو ته ئې اُورسَوَلو.[1]
حضرت زَكَرِيّا بِن عَدِّى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د حضرت عبدُ الله بِن مُبارك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات نه پس ما هغوئي په خوب كښې اوليدلو، تپوس مې ترينه اوكړو: مَافَعَلَ اللہُ بِکَ يعنې الله پاك ستا سره څه مُعامَله اوفرمائيله؟ هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه جواب راكړو: د حديثِ پاك د طلب د پاره د سفر په سبب الله پاك زه اوبخښلم. [2]
په فرامينِ مصطفٰى باندې يقين ساتل د اِيمان ځان دے
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دويم مدني ګل كوم چې د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سِيرَت نه مونږه زده كړو هغه په فرامِينِ مصطفٰى باندې پوخ يقين ساتل دي.
دا خو زمونږ د اِيمان تقاضا ده بلكه اصل اِيمان هم دا دے، حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د اِيمان حقيقت الله و رسُول باندې اِعتِماد كول دي. نور فرمائي: رښتيا خبره دا ده چې د اِيمان ځان خو دا دے چې د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خبر [يعنې حديثِ پاك] باندې د خپلو حَواسو (يعنې سترګو، غوږونو،