Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees
شو، د حديثِ پاك اوريدلو درخواست ئې ورته پيش كړو نو هغوئي ورته د پوره كال روژو نيولو حكم اوكړو، خو هغوئي هيڅ بهَانے جوړې نكړې، ځان ئې خفه نه كړو چې زه د دومره لرې نه راغلے يم، كور ته به هم بيرته ځم، نور كارونه مې هُم دي وغيره وغيره، هيڅ بهَانه ئې اونكړه او د يو حديثِ پاك اوريدلو د پاره ئې پوره كال روژے اونيولې، بيا په خدمت كښې حاضر شو، نو حضرت اَبُو حَامِد مِصْرِى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورته هغه حديثِ پاك واورولو.[1]
اے عاشقانِ رسول! مونږ له هم پكار دي چې مونږه هم احاديث اولولو، د اوريدلو سعادت ئې حاصل کړو، زده ئې كړو، ياد ئې كړو، ځان پرې پوهه كړو او كوشش اوكړو چې نورو ته ئې هم اورَسَوو. خو ياد لرئ! په حديثِ پاك باندې ځان دُرُست پوهه كول او د دې نه مسائل راويستل د ماهِر ترينو عُلمائے كرامو كار دے، مونږه به صرف عاشقانِ رسول علمائے كرامو پسے شا ته شاته ځو. نن صبا بعضې ناپوهه په خپل كم عقل سره د قرآني آيتونو او احاديثو وضاحتونه كوي، دا سخته د نقصان خبره ده. په حديثِ پاك كښې دي: مَنْ یَّقُلْ عَلَـیَّ مَـا لَمْ اَقُـلْ فَلْیَتَبَـوَّءْ مَـقْـعَـدَہٗ مِـنَ النَّارِ چا چې زما طرف ته داسې خبره منسوب كړه كومه چې ما نه وه كړي، هغه دِ خپل ځائے په دوزخ كښې جوړ كړي.[2]
د احاديثو لوستلو او په هغې د ځان پوهه كولو آسانې ذريعے
* اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! دعوتِ اسلامي په ډيرو ښارونو كښې جامعاتُ المَدينه جوړې كړي دي، وخت اوباسئ! درسِ نِظامـي يعنې عالِم كورس كښې داخله واخلئ! * [که ستاسو