Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees
درې ځله اِرشاد اوفرمائيلو: ’’زما په نائب دِ د الله پاك رحمت وي، عرض اوكړے شو: حُضُور! ستاسو نائب څوك دے؟ اوئې فرمائيل: زما د سُنَّتو سره محبت كوونکي او نورو ته زده کوونکي. ([1])
سُنّت کے مطابق میں ہر اِک کام کروں کاش! تُو پیکرِ سُنَّت مجھے اللہ بنا دے([2])
اے کاش! زما هر کار شي د سُنَّتو مطابق پيکر کړې د سُنَّتو ما، زما خوږه مَولٰی
د اُمَّت سره همدردي کول سُنَّتِ مصطفٰى دي
فرمانِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: الله پاك ما ته درې سوالونه [يعني غوښتل] عطا كړل، ما دوه ځله (خو په دُنيا کښې) عرض كړل ” اَللّٰہُمَّ اغْفِرْ لِاُمَّتِیْ اَللّٰہُمَّ اغْفِرْ لِاُمَّتِیْ“ اے الله! زما اُمَّت اوبخښې! اے الله! زما اُمَّت اوبخښې! او دريم عرض مې د هٰغه ورځې (يعني قيامت) د پاره ساتلے دے. [3]
اے عاشقانِ رسول! د اُمَّت سره همدردي كول د مكِّـى مَدَنـى مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي. * خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د وِلادت په وخت هم مونږ اُمَّتيان ياد كړي وو، * د معراج په شپه ئې هم د الله پاك په بارګاه كښې ياد ساتلي يُو، * د وصال شريف نه پس قبرِ انور ته د كوزولو په وخت كښې هم د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په شونډو مباركو باندې د اُمَّت د بخښنې او نجات دُعاګانې وے، * د آرام په شپو كښې چې ټول جهان به آرام كولو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به خپله بستره مباركه پريښودله او